IQNA

احـمدی نژاد: د اسلامی امت بقا، د مسلمانانو په يووالی كې ده

8:55 - September 24, 2010
د خبر لمبر: 2000051
سياسی ډله: د ايران ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد د عربو اتحاديیې ستر سكتر سره په خبرو كې وويل چې د اسلامی امت ‏بقا، د مسلمانانو په يووالی كې ده
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران ولسمشر ښاغلی ډاكټر محمود احمدی نژاد د عربو ‏اتحادیې د ستر سكتر ښاغلی عمر موسی سره په خبرو اتروكې وويل چې نن سبا اسلامی امت يووالی او اتحاد ته زياته ‏اړتيا لری او د مسلمانانو د بقا او تل پاتې كيدو راز هم په دې اتحاد او يووالی كی پټ دی. ‏
هغه د فلسطين د حالاتو بيا په تيره د غزې حالاتو يادونه وكړه او وې ويل چې د يهوديانو په كورونو جوړولو سره به ‏فلسطينان بې كوره شی او په سيمه كې به نوی كړكيچ رامينځته شی ‏
همدارنګ هغه د عراق ذكر هم وكړ او وې ويل امريكې د عراق ولس لپاره څه خاص كار نه دی كړی هيله كیږی چې په ‏عراق كې ډير زر قانونی حكومت راشی۔ ‏
د عربو اتحإدیې ستر سكتر ښاغلی عمر موسی هم وويل چې په دې سيمه كې د ايران اسلامی رول نه څوك انكار نه شی ‏كولای.‏
‏660533‏
captcha