IQNA

په سپين كښې د فلسطين په موضوع باندې كانفرنس

17:13 - December 14, 2010
د خبر لمبر: 2048111
سياسی او ټولنيزه ډله: د "فلسطين له خبرو تر عمله، ښاريانو په عمل كښې: په يويشتمه پیړۍ كښې مقابلې" تر موضوع لاندې كانفرنس د ليندې دی مياشتې په 25 نیټه د سپين په پلازمينه مادريد ښار كښې ترسره كیږی.
ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د اسلامی كلتور او اړيكو د سازمان د څانګې په ګزارش، دا كانفرنس يو له هغه پروګرامونو دی چې په مادريد كښې د "عدالت او ازادۍ" په موضوع اوومنۍ جشنواره د خلكو د ګوندونو له خوا ترسره شوې ده.
د عدالت او ازادۍ دا جشنواره د فلسطينيانو ته د خپل حق د واپس وركولو په غرض بيلا بيل پروګرامونه كوی چې پكښې سمينارونه، نندارتون، موسيقی، ورزشی مقابلې، د كلتور د انجمن له خوا فلمونه، صلح او همبستګی او د مادريد ښار د ښار د كمیټۍ حمايت شامل دی.
چې يو له هغه پروګرامونو پكښې د "فلسطين له خبرو تر عمله، ښاريانو په عمل كښې: په يويشتمه پیړۍ كښې مقابلې" تر موضوع لاندې كانفرنس دی چې په دې كښې ځينې كسان لكه «آن رايت» چې د امريكې او انګلينډ د فوځ تير مشر دی، «پيسی ير» د يونان يو فعال كس، د تركیې د غير دولتی سازمانو مرستيال«احمدامين داگ» د سپين د كلتور د سازمان يو فعال غړې «مانوئل تاپيال» او نورو داسې كسانو له خبرو اترو ګټه اخستې شی.
712795
captcha