IQNA

علی لاريجانی: د ايران ملت د سيمې د خلكو د مبارزې ملاتړ كوی ‏

17:29 - March 10, 2011
د خبر لمبر: 2093387
سياسی ډله: د ايران د اسلامی شورا مشر وويل د ايران ملت په مصر، تيونس، يمن، بحرين، ليبيا او نورو سيمو كښې د خلكو د ‏مبارزې چې دخپل اسلامی هويت د موندلو لپاره هڅه كوی ملاتړكوی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر علی لاريجانی نن د پارلمان د ښكاره ‏غونډې د پيلولو په وخت د سيمې په تيره بيا د ليبيا واكمنانو ته چې نن سبا یې د خپلو ملتونو پر ضد ناځوانمردانه اقدامات پيل كړی ‏دی خبرداری وركړ د ملت له ارادې سره جنګ د تورې په خولې حركت كول او د امريكا د سلطه غواړو هدفونو او وسوسو په لاره ‏كښې قربانی كيدل دی.‏
د ايران د پارلمان مشر وويل د ظالمو واكمنانو د خلكو ضد اقدامات دهغوې د ژغورنې لپاره لاره نه ده بلكې د لويدیځ د فرصت ‏غوښتنې لپاره د يوې زمينې برابرول دی.‏
‏760728‏
captcha