سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشرمحمود احمدی نژاد نن ناوخته په تهران ګې د افغانستان له ولسمشر حامد كرزی سره په كتنې كې چې د نوروز د جشن د لمانځلو لپاره نن ايران ته په سفر راغلی، د الهی او انسانی ارزښتونو، آدابو او دودونو ته د پام ضرورت په اشارې سره هيله وښودله اوس وخت رارسيدلی چې ټول نړيوال په فكر او چلند كې د نوروز د حوزې د هيوادونو په شان عمل وكړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له تهران ریډيو له پښتتو څانګی یې نقلوی د اسلامی ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد دې خبرې ته په اشارې سره چې افغانستان باهوشه او زياركښ ملت لری روښانه كړه د افغانسستان ملت او حكومت وس لری د خپل هيواد امنيت، هوساينه او سوكالی د پرديو له شتون پرته تامين كړی.
ډاكټر احمدی نژآد هم دا راز د دې خبرې په كولو سره چې د ايران او افغانستان د دوو ملتونو ترمينځ د دوو اړخيزو ملګرتياؤ د پراختيا لپآره ډيرظرفيتونه شته دی زياته كړه، د ايران اسلامی جمهوريت چمتو دی په پرمختګ، امنيت او هوساينې كې خپلې تجربې افغان ولس ته وړاندې كړی .
د افغانستان ولسسمشر حامد كرزی هم په دغې كتنې كې د نوروز په نړيوال جشن كې د شتون لپاره خپلې ليوالتيا ته په اشارې سره وويل نوروز په حقيقت كې د سيمې د ملتونو د پيوند او نزديكيدا جشن دی.
هغه د خپل هيواد په پرمختګ او امنيت كې د ايران د اسلامی جمهوريت هڅې او ملګرتيا ته په اشارې سره وويل د تهران او كابل ترمينځ لا زياته ملګرتيا او ښې اړيكې د سيمې په تيره بيا دواړو ملتونو په ګټه دی.
766198