د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی محمود احمد ی نژاد نن په تهران كې وويل كه كوم ملت غواړی له خپلو ګټو، امنيت او حيثيته دفاع وكړی او په نړيوالو اړيكو كې اغيز وشيندی، بايد پرمختګ وكړی او دا مو ضوع يوازې د رغاونې له لارې پوره كيدلې شی.
د اسلامی ايران ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد د دې خبرې په كولو سره چې د ايران د جوړولو لپاره درست امكانات موجود دی، زياته كړه د ايران د جوړولو لپاره بهترينې طبيعی سر چينې، بهترين انسانی ځواك او بهترينه اب و هوا موجوده ده.
ښاغلی احمد ی نژاد هم دا راز وويل ايرانيان په كلتوری زمينه كې هم د عمرانی مسلو په شان مخكښان دی او ايرانيانو په كلتوری زمينو كې هم نور تر اغيز لاندې راوستی دی.
822586