IQNA

د اګست لومړۍ نیټه په روس او تاتارستان كې روژه شورو كیږی

17:27 - July 31, 2011
د خبر لمبر: 2162353
نړيواله ډله: د جمهوری تاتارستان د «آلتيميوسك»(Altemevsk سيمې د جوماتونو امامانو په ناستې كې لومړۍ اګست د روژی د مباركې مياشتی لومړنی ورځې په توګه په روس او تاتارستان كې اعلان شوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز (islam.ru)، یې نقلوی چې دا ناسته د روانی ميلادی جولایې په اووه ويشتمه نیټه د روژی د مباركې مياشتی د رارسيده په مناسبت په لوی جومات فخرالدين كې تر سره شو.
په دې ناستې كې د آلتيميوسك سيمې د مسلمانانو د چارو مشر ښاغلی «رفيق احمداف»، د روژی د فضايلو احكامو د عبادتونو د ثواب بيا په تيره د جامی لمونځ او د قدر شپو د عملونو په هكله وينا وكړه
همدارنګ هغه اعلان وكړ چې سږكال به د روژه ماتی پروګرامونه په فخرالدين‌، «آق‌سو»(Aqsuv)، «اورسالی»(Ursali) و «بیګاش»(Begash) جوماتونو كې ترسره كیږی.
833852
captcha