د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو ويب پاڼې العالم یې نقلوی چې د بحرين د يوه فعال سياسی مشر په دې هكله وويل چې خلك د خپلو حقوقو او د انتخاباتو لپاره د رای او ووټ حق تر لاسه كولو پورې به خپل مظاهرو او هړتالونو ته دوام وركوی.
هغه زياته كړه چې بحرين د كړكيچ د ختميدو يوازنی حل دا دی چې ال خليفه د قدرته لاس واخلی او خلكو ته د مرضی او ازادو ټولټاكنو او انتخاباتو موقع وركړی.
هغه جوته كړه چې د بحرين حكومت لخوا د خلكو له سركاری ادارو څخه ايستل او تنخواګانو بندول يا كمول به هغو ته څه ګټه ورنه كړی.
839261