IQNA

د خلكو د ژوند د سامان پوره كول د قران د نص مطابق د اسلامی حكومت ذمه ده

18:10 - September 02, 2011
د خبر لمبر: 2180063
سياسی ډله: حجت‌الاسلام صديقی د تهران د جمعې د لمانځه په دويمه خطبه كښې په دې خبرې ټينګار وكړ چې اسلامی حكومت بايد د خلكو د سامان پوره كولو ته پام وكړی او ویې ويل: د خلكو د ژوند د سامان پوره كول د قران د نص مطابق د اسلامی حكومت ذمه ده
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د تهران د جمعې د لمانځه خطيب حجت‌الاسلام والمسلمين كاظم صديقی د دې جمعې د زمری د مياشتې په يوولسمه نیټه په خطبه كښې وويل: د ايران د رهبرۍ لوی مقام سپارښتنو ته په پام وويل: په بحثونو كښې يو بحث اقتصادی دے چې ډېر ټينګار ورباندې كیږی، او كله چې قران كريم ته پام وكړو نو ګورو چې فرمايی: «فَلْیَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَیْتِ، الَّذِی أَطْعَمَهُم مِّن جُوعٍ وَآمَنَهُم مِّنْ خَوْفٍ »؛ كه د خلكو د معيشت او د ژوند د سامان خيال ونه ساتل شی نو بندګی هم كمیږی.
هغوی دې خبرې ته په پام وويل: چې مونږ پوهیږو چې مسئولان شپه او ورځ لګيا دی كار كوی خو دا كافی نه دی د دې انقلاب اصلی څیښتن خلك دی او دا انقلاب هغوی د ولايت فقيه د بيرغ لاندې بريالۍ ته رسولی دی نو اسلامی حكومت بايد د خلكو د سامان پوره كولو ته پام وكړی او ویې ويل: د خلكو د ژوند د سامان پوره كول د قران د نص مطابق د اسلامی حكومت ذمه ده.
853140
captcha