IQNA

د بحرين باچا زامن د بنديانو په ځپلو او وهلو كې لاس لری

13:41 - September 06, 2011
د خبر لمبر: 2182433
نړيواله ډله: د بحرين 14 فرورۍ د غورځنګ مشر عبد الرؤوف الشايب ويلی دی چې د بحرين باچا زامن د بنديانو په ځپلو كې لاس لری هغه وويل د بحرين بدلونونو دغه احتمال پياوړی كړی دی په روانو اونيو كې به د آل خليفه رژيم نسكور شی او د عربستان نيواكګر پوځيان به هم له بحرين څخه وويستل شی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، نوموړی د بحرين له معترضانو سره له تاوتريخوالو د لاس اخيستلو په اړه د بحرين د باچا شيخ حمد بن عيس آل خليفه د دوو ژمنو ته په اشارې سره وويل د باچا د څرګندونو په خلاف د خلكو د ځپلو په اړه د هغه حكمونه اوس هم اجرا كیږی.
له دې سره په يوه وخت په يمن كې هم د ولسی اعتراضونو د دوام خبرونه ترلاسه كیږی.
د يمن په زرګونو خلكو پرون د دغه هيواد په بيلا بيلو ښارونو كې د واكمن رژيم پر ضد مظاهرې وكړی او د علی عبدالله صالح د رژيم د نسكوريدا غوښتنه یې وكړه.
د يمن د خلكو پاڅون وروسته له دې لا پسې سخت شو چې ددغه هيواد ملی شورا خلكوته بلنه وركړه د خپل انقلاب د دوام لپاره هوډ لا ټينګ او د واكمن ديكتاتور رژيم تر نسكوريدو پورې د خپلو هدفونو د تحقق لپاره مبارزوته دوام وركړی .
په دې لړ كې د يمن واكمن رژيم په صنعااو نورو ښارونو كې د ولسی اعتراضونو د ځپلو او له هغوئ سره د مقابلې لپاره آمنيتی تابياوی لا سختې كړی دی .
د يمن پوځ او آمنيتی ځواكونو د صنعا ښار لارې تړلی دی ، د زياترو سيمو بریښنا یې غوڅه كړی ده او دغه ښار ته یې د سونګو د انتقال مخه نيولی او هڅه كوی ولسی اعتراضونه وځپی . خو علی عبداله صالح د زیږو اقداماتو دوام او د تاوتريخوالو سختيدا هم نه ده توانيدلی د يمن د ديكتاتور د نسكورولو او د خپلو غوښتنو د پوره كولو لپاره ددغه هيواد د خلكو په اراده كې خنډونه واچوی .
855493
captcha