IQNA

ايت الله خامنه ای: د فلسطين مسئله د ټولو اسلامی هيوادونو مهم موضوع ده

19:07 - October 01, 2011
د خبر لمبر: 2196735
سياسی ډله: د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله خامنه ايی د فلسطين له انتفاظی د ملاتړ د پنځم نړيوال كنفراس په افتتاحيه وينا كی د فلسطين مسئله د اسلامی هيوادونو د ټولو موضوعاتو په مينځ كی د سر مسئله وبلله.
د ايران د قران خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د انقلاب معظم رهبر د يو شمير فلسطينی ډلو د لوړ تيا او ځوړتيا او د خلكو له ملاتړه برخه منی مبارزی له مسير څخه دانحراف د عواملو په بيان ، او د مقاومت د هستی په جوړيدو كی لوړو ځوړو په تيره د ساز باز خبرو اترو ته د يو شمير ډلو حاضريدو په اشاری سره د مصر د ډيویډ كمپ تړون له مخی صهيونيستی رژيم ته د يو شمير عربی هيوادونو د مشرانو خيانت ډوله تسليميدل د خپلو تر پښو لاندی شويو حقوقو د لاسته راوړلو لپاره د فلسطينی ملت د مقاومت دخوځښتونو په بڼه نيونه كی د اوښتون او بدلون ټكئ وباله .
نوموړی د لبنان په جنوب كی د اسرائيلو د فوځ د شرميدونكی ماتی او په غزه كی د دی رژيم د ناكامۍ په څير لوی بدلونونه له خپلو حقوقو په دفاع كی د فلسطين د ملت د خوځښت له ځليدونكو پايلو وبلل .
د انقلاب معظم رهبر د خپلواكه تشكيلاتو اوسنۍ طرحه هم د صهيونستانو غوښتنو ته تسليميدل او د فلسطينی كډوالو حقوقو ته نه پاملرنه وبلله او ټينګار يی وكړ هغه څه چی د فلسطين د ملت حقوقو ته پرځایښت وركوی د دی هيواد د يوی برخی آزادی نه بلكی حقيقی معنی يی له نهره تر بحره د ټول فلسطينی هيواد آزادی ده .
هغه دا واقعيت په ډاګه كړ چی اسرائيلو او امريكا دا څرګنده كړی چی دا ډول توافقاتو ته په هیڅ ارزښت قايل نه دی .
د انقلاب معظم رهبر هره هغه طرحه چی د فلسطين ملت په برخو ويشی مردوده وبلله او زياته يی كړه د دوو دولتونو طرحه د فلسطينی كډوالو په حق سترګی پټول او د هغو فلسطينيانو په حق ظلم دئ چی تر ۱۹۴۸ م كاله په دی سيمو كی اوسيدل .
هغه زياته كړه داطرحه په سيمه كی د يوی سرطانی غدی معنی وركوی او د فلسطين د مظلوم ملت د څو لسيزو د ستونځو يو ځل بيا تكرار دئ .
د انقلاب معظم رهبر د فلسطين د مسئلی د حل لپاره د ايران د اسلامی جمهوريت طرحه يوه روښانه طرحه وبلله او ټينګار يی وكړ د ايران اسلامی جمهوريت منطق په نړيوال عرف كی يو منل شوئ منطق دئ چی نه د اسلامی فوځ د كلاسيكی جګړی وړانديز كوی او نه سمندر ته دكډوالو يهودانو د غورځولو .
او نه هم ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو ټولنوته د حكميت سپارلو بلكی ايران د فلسطين د ملت د ټول پوښتنی وړانديز كوی ځكه چی د فلسطين ملت حق لری خپل برخليك په خپله وټاكی او د مسلمانانو او مسيحيانوپه شمول به پكی د فلسطين ټول خلك ګډون لری ،خو نه پردی كډوال .
او همدا پروګرام به د هغو خلكو برخليك هم ټاكی چی فلسطين ته كډوال شوی دی .
د انقلاب معظم رهبر د خپلی وينا په دوام كی د امريكا د ولس مشر دی خبری ته په اشاری سره چی ويلی يی ؤ اسرائيل د امريكا سره كرښه ده دا پوښتنه مطرح كړه چی چا دا سره كرښه چا كاږلی ده آيا دا سره كرښه د امريكا د ولس د ګټو په نظر كی نيولو په خاطر ده كه د قدرت ساتلو او د ټاكنو په دوهم پړاو كی د برياليتوب لپاره صهيونيستو لابيو ته د امريكا د اوسنی ولس مشر د اړتيا په خاطر .
د انقلاب معظم رهبر په امريكا او اروپا كی د ډيرو اقتصادی ، ټولنيزو او اخلاقی ستونځو جرړه او سرچينه د امريكا او اروپايی هيوادونو پر دولتونو د صهيونيستی سلطه غواړو سياستونو له امله وبلل .
چی خپلی ناروا ګټی له اسرائيلو په ملاتړ كی وينی .
د فلسطين له انتفاضی د ملاتړ پنځم نړيوال كنفرانس د اسلامی او غير اسلامی هيوادونو تر ۵۰ د ډيرو پارلمانی پلاويو ، پوهانو ،د نظر څښتنانو او سياسی چارواكو په ګډون سره نن په تهران كی پيل شو چی دوی ورځی به دوام ومومی .
870771
captcha