IQNA

په فرانس كې د اسلام او يهوديت تر مينځ اړيكې مزبوتوو

17:34 - October 09, 2011
د خبر لمبر: 2201752
نړيواله ډله: د فرانسيسی مسلمانانو د سميه ايزې شورې مشر په فرانس كې د اسلام او يهوديت تر مينځ د اړيكو د پراختيا او مزبوتيا لپاره په اووم اكتوبر د جمعی په ورځ د ليون ښار په معبد كې حاضر شو.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو ويب پاڼې «la-croix یې نقلوی چې د فرانسيسی مسلمانانو د سميه ايزې شورې مشر ښاغلی بن عيسی شانا پرون د ماسپښين نه پس د ليون ښار په معبد كې په حاضريدو سره د يهوديانو په مذهبی مراسمو كې ګډون وكړ.
د يهوديانو پادرې راہب ريچرډ ورتنشلاګ هم د مسلمانانو د شورې د پروګرام هر كلې وكړ او اسلام او يهوديت یې دوه توحيدی دينونه وبلل او وې ويل چې ددې دې دواړو دينونو ډير تعليمات مشترك دی په همدې لامله زه د مسلمانانو په خپلو مذهبی مراسمو كې له ګډوالی ډير خوشاله يم.
874833
captcha