IQNA

د شهيدانو د سردار حضرت امام حسين عليه السلام شهادت

9:19 - December 03, 2011
د خبر لمبر: 2233001
د محرم الحرام د مباركې مياشتې لسمه نیټه (دعاشورا ورځ) د هغه لوی، نه ستړې كيدونكې او نه ماتيدونكې شخصيت د شهادت ورځ ده چې تفكر او ياد یې د تل لپاره ژوندی او چغه یې د تاريخ په ټپال كې هميشه په انګازو ده. د انسانيت تخمونه زرغونوی او تږې نيالګې خړوبوی هو ، د انسانيت او شهادت غوښتنې د مكتب لوی استاد حسين ابن علی (ع)درته يادوم.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) څیړنه،،، د عراق د موصل ښار مفتی العبيدی وايی :د كربلا غميزه د بشر په تاريخ كې يوه كم سارې پیښه ده ، لكه څرنګه یې چې پنځوونكې هم كم سارې دی.، حسين ابن علی د مظلوم د حق او د عوامو د مصلحت د دفاع دود خپله دنده وګڼله او په دې لاره كې یې لټی ونه كړه هغه خپل ځان د كربلا په لوی وژنتون كې قربان كړ او د خپل پالونكی په نزد د شهيدانو سرور شو او د انسانيت په تاريخ كې یې د سمون پالو د لارښود مډال په غاړه واچوه .

د المغرب هيواد هستوګن سيد ادريس حسينی وايی: يوه ورځ زما يو ملګری له ما وپوښتل : څه شی سبب شو چې ته د اهل بيتو مكتب قبول كړې؟ وې ويل : امام حسين او د عاشورا په ورځ د كربلا ناورين/ ځكه چې د هغه ورځې دردوونكې صحنې او هغه بوږنوونكې عملونه چې له امام حسين او دهغه له كورنۍ سره وشول د يو روغ او هدايت شوې فكر پايله نه شی كيدلی .د اهل بيتو پاكې وينې چې د كربلا په ریګو روانې شوې د عامو اوبو بهير نه دی ، هغه وينه د نړې تر تولو د غوره اوشريف كس وينه وه چې پيغمبر په ځلونو د هغه په هكله سپارښتنې كړې وې، داسې كس هیڅكله په باطله او دهغه قاتلان په حقه نه شی كيدلی.
امام حسين (ع) د خپل پلار علی (ع) په شان د تاريخ ډير مظلوم انسان دی نن تر هر څه زيات د امام حسين او د حسينی عاشورا ياد لمانځل كیږی ، دا پام زياتره له دې امله دی چې انسانان تل د د عدل او ازادۍ له نيشتوالی او د ظلم او ريا له واكمنۍ كړيدلې دی او امام حسين د ظلم ځپنې سمبل د عدالت بيرغ او د ازادۍ او ژغورنې جارچی دی. هغه انسانان چې په ظلم روږدې شوې او ريا ته یې غاړه ایښې ده ژغورنې ته هڅوی، اصولا دهغه مظلوم شخصيت د كړاوونو يادول چې پاك او پتيالی ووسيده او د نړۍ د پتياليو سرخيل دی ، سبب كیږی چې د مظلومانو د حق غوښتنې غږ لوړ او رسا شی او د مستكبرانو ماڼۍ ولړزیږی.

د اسلام لوی او تاريخ ساز شخصيت امام حسين ، كابو اوه پنځوس كاله ژوند وكړ ، شپږ كاله یې د رسول الله مبارك په لمنه كې په مدينه كې تير كړل ، ديرش كاله له خپل ګران پلار سره د اسلامی امت د ټیټو هسكو كتونكی و . د مبارك عمر لس كاله یې د خپل ورور امام حسن (ع) په څنګ كې واړول. او د خپل ورور له شهادته وروسته كابو لس كاله د هدايت ځلانده لمر او د امت امام و.دا كلونه د امام حسين د هوښيارۍ ، میړانې سترتوب او حقيقت غوښتنې ښودونكې دی.چې لوی برم او عظمت پكې ليدل كیږی.خو هغه څه چې تر هر څه زيات یې امام حسين بشری ټولنې ته وروپيژانده د خپل ژوند په وروستيو شيبو كې د هغوی خوځښت په تيره بيا د عاشورا په پیښه كې د هغوی كردار و.
د عاشورا اتل په كربلا كې په خپلې خونړۍ حماسې سره د تاريخ نورې مهمې پیښې د خپل عظمت تر سيوری لاندې راوستلې د عاشورا په ورځ د نړۍ د شهيدانو د سالار شهادت د حق او حقيقت د دفاع لپاره و . په تاريخ كې یې يو تل پاتې او ولوله ناكه عشق انځور كړ او د هغه حماسه د يو هميشنی دايرة المعارف په توګه انسانيت ته وړاندې شوه . ځكه خو لوی شاعر غنی خان وايی:
كربلا ذره ذره ستا وئ به چغې تر قيامته
چې انسان به زورور ته په هیڅ شان نه كړې سر ښكته
په خپل ژوند كې په هر چا به كربلا يوه جوړیږی
چې څوك ځی د جانان كور ته په دې لاره به تيریږی.

د امام حسين په منطق كې د انسانی عزت او كرامت په اساس ژوند ښكلی او بامعنا دی او د ژوند لوی هدف چې د خدای يوه لورينه ده كمال او لوړتيا ته رسيدل دی . البته په دې لاره كې د حركت تر ټولو مهمه وسيله د عدل او ازادۍ ټينګول دی.عدل، پت او ازادی د يوې بشری ټولنې لپاره داسې ده لكه د ساه اخستلو لپاره هوا، چې بې له هغه د انسان د ژوند دوام ممكن نه دی.امام حسين د دې لپاره چې خلك برخليك جوړوونكو كارونو ته وهڅوی او ټولنه د عدل او انصاف د ټينګولو په لور روانه كړی، ابدی ژوند او عزتمن مرګ يوه لويه نيكمرغی وګڼله. هغه د ابراهيم ، موسی ، عيسی او محمد په شان پيغمبرانو وارث دی او دهغوی په شان یې پاك تفكر د د حق او د دينی او انسانی ارزښتونو په ژوندی كولو ولاړ و.

هغه خپله لوړه اروا د انسانيت ژغورنې ته وقف كړه او د انسان د هسكولو لپاره پاڅيده .له همدې امله يو عرب شاعر وايی:« كله چې روح لوی شی بدن او جسم بې له دې بله چاره نه لری چې په روح پسې روان شی . خو واړه روحونو په بدنونو پسې ځی او له دې امله چې له منطق او عقله ليرې حركت كوی هر ذلت او بدبختی قبلوی او هر جرم كوی»
شهادت د اسلام په كلتور كې د ولسونو د ژوند ضمانت او ايمان درڼا د پاتې كيدو وسيله ده .له همدې امله د حق او عدالت د ټينګولولپاره انسانی غونډې تل د پاك زړو كسانو سرښندنې او میړانې ته اړتيا لری . شهيد د وينې په وركولو او د د خپل سر په قربانولو سره چاپيريال پاك او خالص كوی چې د نورو خلكو د ازادۍ او پوهې زمينه برابره شی. له همدې امله شهادت له ځانه وروسته ټولنې ته رڼا او بصيرت ډالۍ كوی اوشهيدان روښان ضميره او پاك سيرته كسان دی چې له هیڅه ويره نه لری او مرګ په شعوری توګه انتخابوی.
امام حسين د شهادت غوښتنې سمبل دی له خدای او د انسان له ژغورنې سره مينه داسې دهغه په وجود كې څپې وهی چې د عاشورا په ورځ له دښمن سره د مقابلې ډګر سره د امويانو د ظلمونو د هنر منۍ او سر ښندنې په نندار ځای بدل كړ.د عاشورا په ورځ وروسته له دې چې د امام ټول ملګری شهيدان شول امام حسن يو ځای د خپلې حملې لپاره وټاكه او هلته ودريده او د دښمن په ليكو یې بريد وكړ. تر ټولو زړه ور و او په هر لورې به چې زغاسته دښمنان به یې خورول .چا زړه نه شو كولې چې تن په تن له امام حسين سره وجنګیږی. د سعد زوی چغې كړې : تاسو څه كوئ ، دا دعلی زوی دی په ده كې د علی روح څپاند دی له دې سره يو په يو مه جنګیږئ ټول پرې په يو ځای وارې شئ . له دې وروسته دښمن د امام حسين د پرزولو لپاره خپله روده بدله كړه او چل ول ته یې مخه كړه .
امام سجاد د عاشورا د ورځې د پیښې په اړه فرمايی: كله مې چې په پلار حسين ډيره سختی راغلی ، هغه كسان چې له امام سره جنګيدل ، هغه ته یې وكتل ، خو هغه یې د ځای په اپوټه وليده ځكه چې په سختو حالاتو كې به د دوی بدن لړزيده او زړه به یې له ويرې بوږنيده. خو حسين او دهغه مخلص ملګری داسې وو چې مخونه به یې ځليدل، د بدن غړی یې ټينګ وو او ځان او روح یې په كرار و ، دښمنانو به يو بل ته ويل : وګورئ حسين بيخی له مرګه نه ويریږی.

په هغه سوزنده او تود بيابان كې له جګړې وروسته په امام حسين د تندې او ستړيا غلبه شوه يوه شيبه ودريده . په دې وخت كې يو دښمن د هغه حضرت په تندی د كاڼی ګوذار وكړ . امام كميس پورته كړ چې دتندی وينه پاكه كړی په دې وخت كې يو سخت زړی كس امام حسين په غشی وويشته ، غشی د امام په سينه ولګيده او له مباركه سينې یې وينې روانې شوې . امام حسين اسمان ته سر هسك كړ او وې فرمايل: ای خدايه ته پوهیږې چې دغه لښكر داسې كس شهيدوی چې بې له هغه دهغوی د پيغمبر د لور بل زوی د ځمكې په مخ نيشته»
يو څو شيبې د امام حسين نيم ځاله تنه په ځمكه پرته وه او چا زړه نه شو كولی چې هغه نورانی تنې ته نزدې شی.هلال بن نافع وايی:په خدای قسم هیڅكله مې په وينو رنګين او وژل شوی كس تر هغه ښكلی نه و ليدلی.....»
د خدای د پيغمبر نازولی حسين په وينو كې تړپيده او له خپل مهربانه پالونكی سره یې داسې راز و نياز كاوه:
« ای خدايه ستا په رضا راضی يم او ستا په قضا صابر، ای زما پالونكيه بې له تا بل معبود نه لرم،،،، ای هغه خدايه چې په هر چا دهغه د عمل په اساس حكم كوې، زما او ددغه خلكو تر مينځ فيصله وكړه ځكه چې ته تر ټول ښه فيصله كوونكی یې»
په دې وخت كې د امام حسين د زوكړې ياد په ذهن كې تازه شو پيغمبر فرمايلې دی:«كله چې حسين دنيا ته راغی ، خدای تعالی جبراييل ته امر وكړ چې په زرو پرښتو سره په ما نازل شی او د حسين په زوكړه ماته مباركی ووايی»
خو كله چې رسول الله مبارك حسين په غیږه كې اخستی و او په ډيره مينه یې بوياوه او ښكلاوه، ناڅاپه یې له سترګو اوښكې روانې شوې او كله یې چې ترې د ژړا د سبب پوښتنه وكړه وې فرمايل: جبراييل ماته خبر راكړ چې له تا وروسته به ستا امت دا مبارك بچی شهيد كړی.
يو ځل بيا تاسو ته د عاشورا او د امام حسين د شهادت په مناسبت تسليت وايو او له لويه خدايه د هغه په پل د تلو توفيق غواړو او په هغو روحونو سلام وايو چې ځانونه یې دهغه په ملګرتيا او دهغه په لاره كې شهيدان كړل.

captcha