د «saphirnews» د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د فرانسې يو شمير سناټوران په عمومی ځايونو كښې له مذهبی سيمبولونو څخه د استفادې د منعه كولو په پلمه كوشش كوی اسلامی جامه ددغې طرحې په چوكاټ كښې مطرح كړی او په ښونځيو، د ماشومانو په مركزونو او په تفريحی مركزونو كښې حجاب يا پرده كول ممنوع اعلان كړی.
لدغې فيصلې نه وروسته په فرانسه كښې له اسلام څخه د ويرونې سره د مقابلې تنظيم د يوې بيانیۍ په خپرولو سره سنا جرګې ته د دغه قانون د مسودې وړاندې كول وغندل او ټينګار ئې وكړ: دغه بنديز د هغو مسلمانو ميندو پر خلاف د نژادی تبعيض يو ډول دی چې د خپلو ماشومانو سره د يوځائې پاتې كيدو له پاره د ماشومانو په نرسريو او يا په تفريحی مركزونو كښې په شتون باندې مجبورې دی. 910666