IQNA

د حضرت امام حسين (ع) پاڅون د اسلامی انقلابونو سرچينه ده.

14:27 - December 06, 2011
د خبر لمبر: 2234468
كلتوری ډله: د حضرت امام حسين ع پاڅون د حكومت يا شتمنۍ لپاره نه بلكه، د اسلام دين د ساتلو لپاره و. نو ځكه خو هره ورځ د عاشورا ده او هره ځمكه كربلا ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش، د امام حسين ع د پاڅون بيرغونه او د هل من ناصر ينصرنا، غږونه، يعنې د څوك شته چې له ما سره مرسته وكړ ی، چغې چې نن په عربی هيودونو كې پورته شوې وجه یې دا ده چې كلونه كلونه بلكه له لسيزو لسيزو راهيسې، د خپلو لاسپوڅو ديكتاتورانو د ظلم او شكنجو لاندې دی .
نور یې د صبر پيمانه ډكه شوې او چپتيا یې هم ماته كړې .
دخپلو ظالمو واكمنانو د ظلم په مقابل كې نور چپ نشی پاتې كيدلی.
د عا شورا شپې ورځې دې تونس بحرين عربستان يمن ، ليبيا ، مصر ميندې د خپلو زلمو په غوږونو كې د كربلا د زلمو يعنې د حضرت قاسم ، حضرت علی اكبر، كيسې كوی، او ورته وايی اې زامنو نور د خوب وخت پای ته رسيدلی او بايد ویښ شئ، نن د اسلا م د له منځه وړو دسيسې كړندۍ شوی ،اكثره سيمې د دښمنانو له لوری نيول شوی لكه څرنګه چې درسول ا ... ص كورنۍ د حضرت ا مام حسين ع په امامت كابو ۱۴۰۰ كاله مخكې د وخت يزيد په مقابل كې چې داسلام د له منځه وړو هوډ یې كړی و، ودريدل ،دنبوی كورنۍ ټول زلمی شهيدان شول، هغه سترې او ستر دارې ميرمنې په بند لاړې ، خو د اسلام سودایې ونكړه، يزيد سره یې بيعت ونكړ، نو تاسو هم بايد د رسول اكرم ص كورنۍ او امام حسين ع څخه په پيروۍ، د اسلام دفاع او ساتنه وكړئ، نن دعربی نړۍ ميندې خويندې خپلو زامنو او ړونو ته وايی، حاكمان مې د وخت يزيديان دی . ټول فعاليتونه یې د يهود او نصاری په ګټه ا و د اسلا م او مسلمانانو په ضد دی.بايد نسكور یې كړئ.
دهغوی په مقابل كې ودریږئ، لكه څرنګه په ۶۱ هجری قمری كال كې د كربلا په دښتې كې له حضرت ا مام حسين ع سره ۷۲ خپلوان او ياران ودريدل، او له اسلام څخه یې په دفاع كې ، خپل سرونه وركړل.رښتيا د كربلا په څير غورځنګ دی چې نن هم د آزادی غواړو لپاره حتی په غير مسلمانو كې يوه بيلګه ده .
حقيقت دا دی چې دعاشورا غورځنګ همغه د بدر جنګ د احد جنګ د صفين جنګ كوم غورځنګونه وو، د همغو دوام و، چې هغه ده نن سبا له ۱۴۰۰ كاله وروسته هم دا غورځنګ ژوندی دی، او نن د عربی نړۍ مسلمان ولس په حقيقت كې دعاشورا د غورځنګ نه درس اخستی . دا چې په تيرو څو لسيزو كې عربی هيوادونو د اسراييلو په مقابل كې ماته وخوړه علت یې همدا وو چې د غورځنګ جرړه له كربلا نه نه وه، په داسې حال كې چې د حزب ا.... په څير يوې ډلې په درې دريش ورځنی جنګ كې چې ټول اډيال یې حسينی غورځنګ وو، د پاڅون جرړه عاشورايی وه، نړۍ د دې شاهده ده چې څرنګه اسراييلو ته چې نه يواځې امريكا او اروپايی هيوادونه بلكه ځينې عربی هيوادونه یې هم ترشا وو، ماته وركړه .
اسراييلو تر دې مودې پورې ماته نه وه خوړلې، دغه راز د فلسطين د حماس ډلې د كربلا له درسه په استفادې سره په ۲۲ ورځنی جنګ كې د صهيونست رژيم دسختو هوايی او ځمكنيو حملو په مقابل كې ودريده او مقا بله یې وكړه.
له دغو جنګونو وروسته وو چې د عربی نړۍ ملتونه ویښ شول او له ځانه سره یې فكر وكړ چې دا څرنګه خبره ده، دوه وړې ډلې له اسراييلو سره جنګيدلی شی، ماته ورته وركولی شی، خو حكومتونه یې چې دومره لوی امكانات ساز او سامان الوتكې او ټانكونه لری د اسراييلو په مقابل كې تشه خبرې نشی كولی . نو ورو ورو دغه فكر په عربی ولسونو كې وده وكړه او دعربی نړۍ ميندې خويندې او ټولې ميرمنې هم دعربی نړۍ دې غورځنګ څخه بيلې نه دی.
همغه ده چې نن هم پخپله، واټونو ته ووتلې او هم خپل زلمی یې د يزيد صفته وا كمنانو په مقابل كې واټونو ته وايستل او ا نشا ا.... دغه غورځنګونه چې لويدیځ ، دعربی پسرلی نوم وركوی چې په حقيقت كې اسلامی پسرلی دی ، نتيجه تر لاسه كوی.لكه څرنګه چې تر اوسه په تونس ، مراكش، مصر كې یې نتيجه وركړه او ا نشا ا.... په نورو عربی هيوادونو كې به هم د عاشورا له غورځنګه په پيروۍ سره اسلامی بيرغونه رپول كیږی او كفری ټغر به ټولیږی .
910976
captcha