د مذهبونو د نږديكيدا نړيوالې ټولنی مشر ښاغلی ايت الله تسخيری په افغانستان كې د ترهګرۍ بريدونه وغندل دا په داسې حال كې چې د افغان شيعيانو د محرم د سوګوارارۍ مراسم د ناټو د ځواكونو له خوا د دغه هيواد له نيواكه وروسته هم د طالبانو د ډلې د دوران په شان په ډيرې ويرې سره تر سره كیږی. دغه زړه ور خلك چې د خپل مولا حسين بن علی (ع) پيروی كوی، په دې ټكی باندې ښه پوهه دی چې د كربلا د شهيدانو وينې حقيقی او سوچه اسلام له غير واقعی او د دروغو له اسلام څخه په واضحه توګه بيل كړ.
افغان شيعه مسلمانانو چې زياتره ددغه هيواد په شمالی سيمو كښې اوسیږی او له هزاره قام څخه دی، هیڅكله د طالبانو د ډلې د دباوونو او د بهرنيو تيريو په وړاندې د تعظيم سره نه دی ټیټ كړی. د زياترو افغان شيعه عالمانو په وينا( د حسين (ع) وينه هغه سره كرښه ده چې حقيقی مسلمانان له نورو نه بيلوی.
يو شمير وهابی او تندلارو ډلو چې د هغوی اصلی مقر پاكستان دی د روانې ليندۍ د مياشتې په ١٥ يعنی د محرم په لسمه ورځ د طالبانو له پرزيدو نه وروسته د شيعه مسلمانانو پرخلاف په تر ټولو سترو عملياتو كښې ٧٠ تنه حسينی ماتم كونكی شهيدان كړل.
911764