د «ic-el» د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه دوره كښې به چې د هرې اونۍ د شنبې په ورځ د ښځو او سړيو له پاره په جداګانه توګه ترسره كیږی، عربی ژبه، احكام، اسلامی عقائد او اخلاق او د قرآن كريم د قرائت زده كړه وركړې شی.
د قرآن كريم قرائت، په مقدماتی، متوسطه او پرمختللې دريو سطحو كښې ترسره كیږی چې په مقدماتی او وړومبۍ برخه كښې د عربۍ د الف، ب او د قرآن كريم د روانې لوستنې زده كړه او په متوسطه او پرمختللې سطحه كښې به د تجويد د قوائدو ښودنه شامله وی.
دغه آموزشی دوره له نن څخه پيلیږی او د راتلونكی ١٣٩١ هجری لمريز كال د حمل يعنی وری د مياشتې تر شپږمې نیټې پورې به دوام ولری. 912804