IQNA

د اسلامی همكارۍ د سازمان لوئې مدير سبا ليبيا ته روان دی.

21:51 - December 14, 2011
د خبر لمبر: 2238980
بين المللی ډله: د اسلامی همكارۍ د سازمان عمومی منشی اكمل الدين احسان اوغلو سبا د ليندۍ په ٢٤ نیټه، د ليبيا د ملی انتقالی شوری د رئيس مصطفی عبدالجليل سره د ليدنې كتنې له پاره طرابلس ته ځی.
د «oic-oci»خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی همكارۍ د سازمان رسمی ويب سائیټ نن د يو پيغام په خپرولو سره اعلان وكړ چې احسان اوغلو سبا د ليبيا د ملی انتقالی شوری د مشر سره د ملاقات او د معمر قذافی له پرزيدو وروسته د دغه هيواد د وضعيت په هكله د خبرو اترو له پاره ليبيا ته سفر كوی.
د دغه پيغام په يوه برخه كښې راغلی دی: احسان اوغلو به په دغه ملاقات كښې په ليبيا كښې په عدالت، برابرۍ او صداقت باندې د يو ولاړ حكومت د جوړيدو سره د اسلامی همكارۍ دسازمان بشپړ حمايت اعلان كړی. 915844
captcha