د قطر چاپ الشرق ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه مقابلې پرون مازیګر په يو لړ مراسمو كښې د دوحه ښار په معيدر سيمه كښې د روضه بنت محمد نومی د قرآن او تبليغ په مركز كښې خپل كار پائې ته ورسوه.
د مقابلو په دغه دوره كښې د قطر د اسلامی چارو او اوقافو په وزارت پورې د پيئلو مختلفو قرآنی مركزونو او دارالقرآنو فعالو سړيو او ښځو ګډون درلود او پرون په وروستۍ مرحله كښې ١٠٥ تنو په خپلو كښې مقابله وكړه.
د دغو مقابلو د تر سره كونكې كمیټې ريئس شيخ «خالد بن محمد آل ثانی» څرګنده كړه: د دغو مقابلو هركلی ورځ په ورځ زياتیږی او د سړيو او ښځو د قرآن د تجويد او حفظ د مقابلې په وړومبۍ مرحله كښې په ډاګه شو. 915758