IQNA

په پاكستان كښې د قرآن د مقابلو ٢٨ دوره تر سره كندونكې ده.

22:22 - December 17, 2011
د خبر لمبر: 2240261
بين المللی ډله: د قرآنی مقابلو ٢٨ دوره د روان كال د ليندۍ د مياشتې په ٢٨ نیټه، د پاكستان د پنجاب صوبې د فيصل آباد په جامع مسجد كښې تر سره كیږی.
د «Pakistan Observer»د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه مقابلې به د پنجاب صوبې د اوقافو د سازمان په همت د حفظ او قرائت په دوو برخو كښې جوړې شی.
د حفظ په څانګه كښې ګډون كونكی به د قرآن د ټولو ٣٠ سپارو، د اولو ٢٠ سپارو، وړومبيو ١٠ سپارو او د وړومبيو ٥ سپارو د حفظ په څلورو بيلا بيلو ډلو كښې د يو بل سره مقابله وكړی.
د دغو مقابلو د قرائت برخه به هم د سړيو او ښځو له پاره په بيله توګه د ١٦ كالو نه د كمو او له ١٦ كالو نه د زيات عمر د ګډون كونكو په دوو ډلو كښې تر سره شی. 917132

captcha