IQNA

السومريه نومې سپوږمكيز چينل په رسمی توګه بخښنه وغوښتله.

12:53 - December 20, 2011
د خبر لمبر: 2242124
بين المللی ډله: د عراق السومريه نومی سپوږمكيز چينل چې د سږ كال د عاشورې سره په يو وخت ئې د ارزښتونو پرخلاف برنامو د خپرولو اقدام كړی وو، د عراق له ولس نه په رسمی توګه بخښنه وغوښتله.
د (نون) خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د السومريه سپوږمكيزې شبكې مسئولانو په عراق كښې د حسينی مقدسې روضې د مينجور يا مسئول «شيخ عبدالمهدی كربلايی» سره په ملاقات كښې د حسينی عاشورا په شپه د سندرو او موسيقۍ د خپرولو په وجه په رسمی توګه بخښنه وغوښتله.
د السومريه مسئولانو په دغه ليدنه كښې ژمنه وكړه چې د حسينی عاشورا او څلویښتمې د ورځو د پروګرامونو په خپرولو كښې به ډير احتياط وكړی.
حسينی او عباسيه روضو چې لدې نه مخكښې ئې د حسينی شعائرو د بې احترامۍ په وجه السومريه چينل بائكاټ كړی وو، د هغوی بخښنه غوښتل ومنل او اجازه ئې وركړه چې دغه شبكه د حسينی څلویښتۍ برنامې خپرې كړی. 918485
captcha