د «android-apps»د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه نرم افزارونه يا سافټ وئيرز د قرآن عربی متن، په تركی او اردو ژبو د قرآن ترجمه او د نړيوالو تكړه قاريانو په غږ د قرآن قرائت لری.
دغه سافټ ويئرز په (انډرویډ) سيسټم لرونكو دستګاهو باندې نصبيدې يا انسټاليدې شی او د سورتونو ليسټ ته په آسانه او چټكه توګه رسائی او د پام وړ سورې له هغو نه د آيتونو د شمير، د مكی يا مدنی سورو ښودل او د دغې سورې د سيپارې په هكله اطلاعات يوزر يا استعمالونكی ته وركوی.
دغه سافټ ويئر همداراز د آنلاين استعمال قابليت لری او په آټومیټيكه يا خودكاره توګه ځان په سرور باندې ظاهروی. 927322