د اماراتی ورځپاڼې امارات اليوم په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې شيخ الازهر وړمه ورځ د يوې بيانیۍ په صادرولو سره ټينګار وكړ: د صهيونيسټی رژيم د نيواكګرۍ په وړاندې د فلسطين د خلكو مقاومت او دريدنه د هغوی مسلم او جوت حق دی چې د اسلام د مبين دين تعليماتو او بين المللی قوانينو دغه حق جائز بللی او هغه په رسميت پيژنی.
دوی ټينګار وكړ: په داسې صورت كښې چې د فلسطين ټول ګوندونه او ډلې په خپلو كښې متحدې شی، فلسطين ته د تلو او په دغه خاوره كښې د شهيديدو چمتووالی لرم.
احمد الطيب څرګنده كړه: جهاد او د ټولو موجودو امكاناتو او وسائلو په كارولو سره د دښمن په وړاندې مقاومت كول يو ضروری كار دی ځكه چې صهيونيسټی رژيم به له زور او اجبار پرته د فلسطين له يوه لويشت خاورې نه هم مخ وا نه ړوی.
دوی ووئيل: د فلسطين د آزادولو په لاره كښې به جهاد د قيامت تر ورځې پورې دوام ولری او په دغه جهاد كښې به ټولې ممكنې طريقې او لارې چارې شاملې وی. 933293