IQNA

د لبنان د حزب الله لوئې مدير په حسينی اربعين يا څلویښتمه كښې وينا وكړه.

22:05 - January 14, 2012
د خبر لمبر: 2256552
بين المللی ډله: سيد حسن نصرالله نن د لبنان په بعلبك نومی ښار كښې د حسينی اربعين يا څلویښتمې په مراسمو كښې د ویډيو كانفرنس له لارې وينا وكړه.
د nowlebanon د خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د لبنان د حزب الله عمومی منشی سيد حسن نصرالله د بيروت په ضاحيه جنوبی سيمه كښې د سږ كال د حسينی عاشورا په مراسمو كښې د خپل نيغ په نيغه او حضوری شتون نه پس د وړومبی ځل له پاره نن په بعلبك ښار كښې د حسينی اربعين يا څلویښتمې په مراسمو كښې وينا وكړه.
د دغه رپورټ له مخې د سيدحسن نصرالله وينا په داسې شرائطو كښې وشوه چې د حزب الله پرخلاف ګڼ شمير كورنی او بهرنی دباوونه روان دی.
دغه مراسم او وينا د لبنان او د سيمې د ټيليويژنی چينلونو له لارې په ژوندې بڼه او نيغ په نيغه خپره شوه. 932453

captcha