IQNA

د بهرنيو لوستونكو لپاره د باب القران نومې قرانی انسايكلوپیډيا چاپ شوه

21:39 - January 29, 2012
د خبر لمبر: 2264414
نړيواله ډله: باب القران د بهرنی او غير ملكی لوستونكو له پاره يوه داسې دانش نامه يا انساييكلوپیډيا ده چې په دې كې یې د قران پاك مختلف موضوعات د يوې درجه بندی په تحت د يو كتاب په شكل كې راټول كړای شوی دی.
د "قران ته يو نظر" نومې كتاب ليكوال ښاغلی احمد مخملی د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په يوې مركې كې د باب القر ان كتاب د ليكلو هدف ته په اشارې سره وويل چې د اسلامی انقلاب نه مخكښې ډير خلك دې حقيقت پسې وو چې وګوری چې قران په كومو موضوعاتو خبری كړی دی.
هغه زياته كړه چې كله زه تعليم او كار له پاره په بهر ملك كې ؤم نو ما په ځينې كلتوری او سياسی تنظيمونو لكه د فلپاين كې د مسلمان محصلينو د انجمن او همدارنګ د جاپان د ټوكيو د اسلامی مركز په پروګرامونو كې مو ګډؤن كول نو زه د مسلمانانو او غير مسلمانانو لخوا داسې پوښتنو سره مخامخ شوم چې زه به حيران پاتې كيدم او هغه دا چې قران پاك په كومو موضوعاتو خبری كړی دی او د ستاسو دين ضروری او غير ضروری څيزونه څه څه دی؟
د ويلو ده چې باب القران كې د ايتونو تحقيق او دهغو د راټولو نه پس په پينځو فصلونو كې ليكلی دی.
940574
captcha