IQNA

تركيه د ( دين، رسنۍ او كلتور ) نومی اتم نړيوال كانفرنس كوربنه

22:54 - February 13, 2012
د خبر لمبر: 2273645
بين المللی ډله: دين، رسنۍ او كلتور ) نومې اتم نړيوال كانفرنس د ١٣٩١ هجری شمسی كال د چينګاښ يا سرطان د مياشتې له ١١ نه تر ١٥ نیټې پورې د تركیۍ په ( اسكی ) ښار كښې ترسره كيدونكی دی.
د «cmrc.colorado»خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه كانفرنس به د تركیۍ په اينالوډی پوهنتون كښې د دغه پوهنتون د سينيما او ټيليويژن د ډلې د استاذ په مشرۍ ترسره شی.
دا كانفرنس د امريكې د كليراډو پوهنتون د ( دين، رسنۍ او فرهنګ ) نومی مركز په همت د اليكټرانك میډيا يا رسنيو د ورځ په ورځ زياتيدونكی پرمختګ او پراختيا او له هغو څخه د استفادې د عام كيدو او په دين او كلتور باندې د هغو د اغيزو د څیړلو په موخه ترسره كیږی.
د دغه كانفرنس ترڅنګ به هم د دغه كانفرنس د موضوع په اړه د ګډون كونكو د نظراتو او تحقيقاتو د څیړلو په موخه ٩٠ دقيقه ايز ميزګردونه او آموزشی وركشاپونه جوړ شی.
په دغه كانفرنس كښې ګډون كونكی به د چينګاښ د مياشتې تر ٢١ نیټې پورې په تركيه كښې پاتې شی او د تركیۍ له ټورونو څخه به استفاده وكړی.
دغه كانفرنس په دوو كالو كښې يو ځل د كليراډو پوهنتون د ( دين، رسنۍ او كلتور ) نومی مركز له خوا د نړۍ په مختلفو سيمو كښې ترسره كیږی. 949148

captcha