IQNA

د بيلجيم مسلمانانو د شارل روآ ښار د مسجد د حرمت سپكاوی وغنده

23:12 - February 22, 2012
د خبر لمبر: 2279223
بين المللی ډله: د بلجيم د مسلمانانو اجرائی شورا (EMB) د يوې بيانیۍ په صادرولو سره د شارل روآ ښار په «مارشين او پون(Marchienne-au-Pont)» سيمه كښې د جومات د حرمت سپكاوی وغنده.
د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې، د «مارشين او پون(Marchienne-au-Pont)» سيمې په جومات باندې د نامعلومو كسانو د حملې او د اسلامی ضدو شعارونو د ليكلو او د مسلمانانو د سپكاوی كولو نه پس د بيلجيم د مسلمانانو اجرائی شوری د يوې بيانیې په خپرولو سره د دا شان كارونو د غندلو په ترڅ كښې د دغه ښار د مسلمانانو سره خپل پيوستون اعلان كړ.
د دغې خبرتيا په يوه برخه كښې څرګندونه شوې ده: مسلمانانو ته پكار دی چې د اسلامی ضدو ډلو د انسانی ضدو او نژاد پالو اقداماتو په وړاندې په آرامښت او سړه سينه برخورد وكړی او اجازه دې ورنكړی چې دغه كارونه د خلكو ترمينځ د لانجې د رامينځته كيدو سبب شی.
د بيلجيم د مسلمانانو د اجرائی شوری په دغه بيانيه كښې د دغه هيواد له امنيتی چارواكو څخه غوښتنه شوې ده چې په ټولو موجودو امكاناتو او وسائلو سره د دغه سپك اقدام عوامل ونيسی. 957704

captcha