د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د اسلامی فرهنګ او ارتباطاتو د څانګې د رپورټ له مخې: خرمشاد په دغه كتنه كښې چې په تنزانيه كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د سفير موحدی او د اسلامی فرهنګ او ارتباطاتو د سازمان د بين المللی چارو د مرستيال ايمانی پور په شتون سره جوړه شوه، په اسلامی ايران كښې د علم او ټيكنالوجۍ تيز او معنی لرونكی بهير ته په اشارې سره، د دغه كار علت، خلاقيت او په اسلامی ايران كښې په تيره بيا د تكميلی تحصيلاتو په دورو كښې د علم د لټونكوګڼ شمير وباله او هغه ئې د افريقائی هيوادونو لپاره يو مثال وباله.
دوی په دوام كښې همداراز د اسلامی كلتور او تمدن، نانو ټيكنالوجۍ او په سپوږمكيزو ارتباطاتو، كرهڼې او د نباتاتو د اصلاح په زمينو كښې د اسلامی ايران توانمنيو ته په اشارې سره د تنزانيا سره د علمی او فرهنګی تجربو د تبادلې له پاره د دغه هيواد وزير ته خپله علاقه او مينه وښودله. 959512