د «elmoudjahid»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: ( د الجزاير جامع مسجد) په نامه د نړۍ د دريم ستر جومات د جوړونې د كار د پيلولو تړون وړمه ورځ د چينی شركت او د الجزاير د ستر جومات د جوړونې او مديريت د ملی سازمان ترمينځ د دغه هيواد د اوقافو او د اسلامی چارو د وزير بوعبدالله غلام الله په شتون سره لاس ليك كړې شو.
د الجزاير د اوقافو او اسلامی چارو وزير په يولړ ويناو كښې څرګنده كړه: دغه جومات د الجزاير د خلكو د خپلواكۍ او اعتقاد سيمبول دی او د يو فرهنګی ميراث په توګه به د تاريخ په اوږدو كښې ځان وښئی.
د لاس ليك شوی تړون له مخې ١٧ زره كاركونكی به د ٤٢ مياشتو په اوږدو كښې د يونيم ميليارډ ډالرو په لګښت سره دغه جومات جوړ كړی چې له دغه شمير څخه به لس زره كاركونكی الجزايری وی. 962713