IQNA

د ايكنا د ژبو زياتول يو نه انكاريدنكی ضرورت دی

23:48 - March 08, 2012
د خبر لمبر: 2288059
بين المللی ډله: د اسلام د دښمنانو، د ايران د اسلامی جمهوری نظام د بدغوښتونكو او د وهابيت په شان د ځينو منحرفو دينی جريانونو او ټولنو پراخو تبليغاتو او سرمايه ګذارۍ ته په پام سره د مختلفو مليتونو او قومونو د مخاطبانو سره د رابطې په لړ كښې د ايران په قرآنی خبری آژانس كښې د ژبو زياتول يونه انكاريدنكی ضرورت دی.
په تاتارستان كښې د ايران د اسلامی جمهوريت فرهنګی انډيوال پرويز قاسمی د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د څلویښتمې بهرنۍ ژبې د افتتاح په مناسبت د دغه خبری آژانس سره په مركه كښې، د قرآنی فعاليتونو ښه پوشش او كوريج ته په اشارې سره ووئيل: ايكنا په قرآنی موضوعاتو پورې د اړوندو خبرونو په وخت، پراخ، صحيح او درست انعكاس سره د دينی او قرآنی معارفو په ترويجولو كښې يو ارزښتناك رول او ونډه لرلی دی.
دوی په دوام كښې زياته كړه: په مختلفو او بيلا بيلو ژبو د قرآنی، دينی او معارفی خبرونو توليد او ترجمې، د ايران قرآنی خبری آژانس په ټوله نړۍ كښې د قرآنی علومو په برخه كښې د اطلاع رسونې په يوې اصلی سرچينې باندې بدل كړی دی.
پرويز قاسمی په دوام كښې د ايكنا د څلویښت ژبې كيدنې په هكله ووئيل: له يوې خوا په عمومی افكارو باندې د رسنيو ډير مهم او اغيزمن رول ته په پام سره د شبهاتو او تحريفاتو د القا كولو له لارې د اسلام د دښمنانو، د ايران د اسلامی جمهوری نظام د بدغوښتونكو او د وهابيت په شان د ځينو منحرفو دينی جريانونو او ټولنو پراخو تبليغاتو او سرمايه ګذارۍ ته په پام سره د مختلفو مليتونو او قومونو د مخاطبانو سره د رابطې د ټينګولو په لړ كښې د ايران په قرآنی خبری آژانس كښې د ژبو زياتول يونه انكاريدنكی ضرورت دی.
دوی د دغه ضرورت په هكله دوام وركړ: له بلې خوا، د پخوانی شوروی جمهوريتونو په شمول په ځينو مسلمان ميشتو سيمو كښې د دينی او قرآنی معارفو او د اهل بيتو (ع) د معارفو په نسبت ډير لږ او سطحی شناخت او پيژند ګلو، په بيلا بيلو ژبو په تيره بيا په روسی ژبه د قرآنی خبرونو د منعكسولو لازموالی، نه انكاريدونكی كړی دی چې د دغه كار په عملی كولو كښې د ايكنا كوششونه او هڅې د قدرونې وړ دی. 967421

captcha