IQNA

د فرانسې په پلازمینې پاریس کې د څو جوماتونو سپکاوی شوی

11:09 - September 10, 2025
د خبر لمبر: 3491688
ایکنا – د فرانسې د پلازمینې پاریس پولیسو پرون سه شنبې ورځې وئيلي دي، د پاریس په داخل  او شاوخوا کې د څو جوماتونو ترڅنګ د لږترلږه نهو ځنځیرانو یا  خوک سرونه پیدا شوي دي.

ایکنانیوز د پاریس ۲۴ له قوله راپور راکړ،  د پاریس  د پولیسو مشر  په یوه مطبوعاتی کنفرانس کې وئيلي دي ،په پاریس او شاوخوا کې د څو جوماتونو ترڅنګ د  نهو خنځیرانو سرونه مونل شوي چې احتمال لري، دغه شمیر نوره هم زیات شي. په عین حال کې د فرانسې پولیسو ددغو پيښو په باب څيړنې پیل کړي دي.

د پاریس د لوئې څارنوالۍ په وینا ، دجوماتونو په وړاندې ددغو حیواناتو سرونه کیښودل شوي وو، په عین حال کې  د فرانسې  د کورنیو چارو وزارت  دغه اقدامات محکوم کړي او دائې یو ظالمانه او د نه منلو وړ  کار بللی دی.

د پاریس د جامع جومات امام شمس الدین حافظ، له اسلامه د ویرونې  عملونه، د مسلمانانو په ضد د نفرت په زیاتیدا کې یوه نوي او غمجنونکي مرحله محکومه کړې ده او ددغې خطرناکې لارې په ضد د ملی پیوستون او پوهیدا غوښته وکړه .

فرانسه په اروپائي اتحادئې  او همداراز له اسرائيلو او امریکا څخه د بهر ترټولو لوي یهودي آبادئ په هیواد کې  مسلمانانو د ترټولو سترې تولنې  دژوند او فعالیتونو ځای دی . د اروپائي اتحادئې د اساسی حقوقو د ادارې په وینا، د اروپآئي اتحادئې  څو هیوادونو،  د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې دغزې  د حنګ  دپیلیدا  له وخت راهسې  د مسلمانانو او یهودیانو په ضد د نفرت د زیاتیدا راپورونه ورکړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4304328

captcha