ایکنا نیوز د صدي البلد په حواله راپور راکوي، دا نړیوال سمینار به د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۱۳ (د ۱۴۰۴ کال د وږي ۲۲ ) د هند د مفتي، د شیخ ابوبکر احمد، تر نظارت لاندې او د هند د اهل سنت کلتوري مرکز پوهنتون په مستقیم ملاتړ ترسره شي.
د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو علمي او فکري پلاوي او د دیني اورګانونو او تنظیمونو استازي، لکه د مصر د اوقافو وزارت د تعلیمي چارو مرستیال، محمود بهنسي، په دې غونډه کې ګډون کوي.
په دغه سمینار کې به د ځینو موضوعګانو په اړه بحث کیږي چې ستاسو خدمت ته ئې وړاندې کوو؛
د پیغمبر (ص) د میلاد رول د ملتونو ترمینځ د همدردۍ او ګډ سوله ایز ژوند د مفاهیمو په پیاوړتیا کې
د نبوي سیرت اخلاقي ارزښتونه او د اوسني بحرانونو په حل کې د هغوی اغېزې؛
د اسلامي ادارو او تنظیمونو مسؤلیت د پیغمبر (ص) د نړیوال بشریت د غوره بېلګې په توګه معرفي کولو کې
تمه کیږي چې دا نړیوال سمینار به د هند د داخل او بهر د بېلابېلو ډلو پراخ ګډون ولري او په دې غونډه کې به کلتوري پروګرامونه، مداحي نعتونه او د پیغمبر (ص) په ستاینه کې د سیرت په مناسبت ویناوې به ترسره شي څو د نبي کریم (ص) سره مینه او ارادت څرګند شي.
همدارنګه، د کالیکوت سمینار، د یوه نړیوال اسلامي پروګرام په توګه، د هند د اهل سنت کلتوري مرکز پوهنتون رول به په دیني خدمت، د میانه روۍ په خپرولو او د نبوي د تل پاتې ارزښتونو د دعوت په برخه کې روښانه کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4303793