IQNA

عبدالباري عطوان: د اسراییلو د استخباراتي برترۍ پړاو پای ته رسیدلی دی

14:58 - September 21, 2025
د خبر لمبر: 3491743
د عرب نړۍ شنونکي د صهیونیسټ رژیم د جګړې وزیر لخوا د یمن د انصارالله مشر ته ګواښ ته په اشارې سره، دا خبره د "یسرائیل کاټز" د لاعلاجه وهم په توګه تشریح کړه او ویې ویل: د اسراییلو د استخباراتي برترۍ دوره پای ته رسیدلې ده.

عبدالباري عطوان وویل: د اسراییلو د جګړې وزیر د "سید عبدالملک الحوثي" د وژلو ګواښونو او د صنعا په اسمان کې د صهیونیسټي رژیم د بیرغ د رپولو په اړه تر ټولو لږ وضاحت دا دی چې هغه په یو داسې ډول وهم سره مخ دی چې د ارواپوهانو لپاره یې درملنه ستونزمنه ده.

د عربي نړۍ دغه مشهور شنونکي زیاته کړه: عجیبه خبره دا ده چې هغه دا ګواښونه په دوحه کې په ۱۲ جنګي جټ الوتکو سره د "خلیل الحیة" او د حماس غورځنګ د ځینو مشرانو د وژنې عملیاتو له ناکامۍ لږ وروسته وکړل. دا هغه ناکامي وه چې د اسراییلو د استخباراتو د غوره والي افسانه یې وننګوله.

ښاغلي عطوان زیاته کړه: باید صهیونیسټانو ته وویل شي چې دا یمنیان دي چې د غزې له ملاتړه یې لاس نه دی اخیستی او په اسرائیلي کشتیو یې د سره سمندر لاره بنده کړې ده.

parstoday

captcha