IQNA

 یاددښت:

آیا د لمر او میاشتې تندر(کسوف او خسوف) د شومو پېښو خبر ورکوي؟

5:38 - September 08, 2025
د خبر لمبر: 3491668
ایکنا - په قراني آیتونو او د اهل بیت  (ع) په روایتونو کې د میاشتې د تندر نیونې (خسوف) د شومۍ او نحوست په اړه هیڅ معتبر دلیل نشته، او هغه خبرې چې له تندر یا  خسوف وروسته د ستونزو، جګړو او وینې توییدنې په اړه ویل کیږي، هیڅ عقلي، علمي او شرعي ارزښت نلري.

 ایکنانیوز د اصفهان د تبلیغاتو اسلامي دفتر د عامه اړیکو په حواله راپور راکوي، د   ځواب ویلو ملی مرکز د کلام او عقایدو کارپوه، جواد حیدري، په یوې مقالې کې دا موضوع روښانه کړې چې آیا د لمر تندر  نیولل  (کسوف) او د میاشتې تندر نیولل (خسوف) په څېر پېښې د سپیرو پېښو نښه کیدلی شي؟ په  دغې مقالې کې همداراز راغلي دي،

  د ۱۴۰۴ کال د وږي ۱۶  د میاشتې تندر نیولل  (خسوف)  اټکل شوي وو، چې  همداسې وشول .  البته دا موضوع د دې لامل شوې چې ځینې فرصت غوښتونکي او سوداګر کسان ویره خپره کړي او د دې ورځې د سپيرتوب  او نحوست په اړه ووایي: یو لوی خطر او د وینې میاشت په تمه ده. د دې موضوع د روښانتیا لپاره ځینې ټکي  هم داسې بیان شوي دي چې وائي؛

لومړی ټکی: که څه هم په تېر وخت کې د میاشتې یا لمر ناڅاپه تیاره کېدل د خدای د غضب یا قهر نښه بلل کېدله او هره  تراخه پېښه به ئې د خسوف یا کسوف له سپيروالي  سره تړله، خو نن سبا د اهل بیتو (ع) د لوړو تعلیماتو او علمي پرمختګ له امله پوهیږو چې دا دواړه پېښې د طبیعت زړه راښکونکي ښکلاوې دي او له خسوف یا کسوف  وروسته پېښې  له دې سره  هیڅ تړاو نلري.

دویم ټکی: د آل الله (ع) په روایتونو کې موندل کیږي چې د میاشتې تندر نیولل، د لمر  تندر نیولل، زلزله او ورته پېښې د خلکو د پند اخیستنې او خبرداري لپاره دي، څو خلک د خداي له وېرې څخه پروا وکړي او له ګناهونو لاس واخلي. (بحارالانوار، جلد ۵۷، مخ ۱۳۰)

درېیم ټکی: د میاشتې تندر نیولل  له  الهي نښو څخه شمېرل کیږي او کله چې دا پېښه رامینځته شي، د آیت لمونځ کول واجب دي.

څلورم ټکی: د قادر او حکیم خدای په توکل، د خیرات ورکولو او د قران کریم د نوراني آیتونو په لوستلو سره، احتمالي وېرې او اندیښنې له مینځه وړلی  شو.

https://isfahan.iqna.ir/fa/news/4303779

captcha