په فلپائن كښې د ايران د اسلامی جمهوريت فرهنګی سلاكار حسين ديو د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د څلویښت ژبې كيدو په مناسبت د دغه خبری آژانس سره په مركه كښې، په مختلفو ډګرونو كښې د ايكنا د پرمختګونو په باب د مباركۍ وئيلو په ترڅ كښې هيله څرګنده كړه چې په الهی لطف او مرستې او د موجودو تجربو په اډانې سره به په دغه قرآنی خبری آژانس كښې مخ په ودې او ترقۍ بدلولونه دوام ومومی.
دوی د قرآنی پيغامونو په منتقلولو كښې د ايكنا اتۀ كلن كړچار له مختلفو زاويو نه د جاجونې وړ وباله او وئې وئيل: د قرآنی خبری آژانس د كارنامې په بيانولو كښې ترټولو مهم ټكی دا دی چې د هغه تاسيس يو مباركه زوكړه او يو نوی ډګر ته داخليدل وو چې د هغه له بركت نه ډك آثار د هرې ورځې په تيريدو سره لازيات په ډاګه كیږی. 967254