محقق او ليكوال علی دهباشی د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د اسلامی بېدارۍ په خپرولو او پراخولو كښې د ليكوالانو رول ته په اشارې سره څرګنده كړه: ليكوالان د بېدارۍ د غورځنګ په وړومبی صف كښې شتون لری او د دغه بهېر په بيانولو كښې زيات رول لرلې شی. د معاشرې دغه طبقه پكار دی د تېر، اوسنی او راتلونكی وخت په شننې سره پكار دی د دې بېدارۍ اهميت بيان كړی او بيا يو روښانه او واضحه تصوير خلكو په تېره بيا ځوانانو ته وړاندې كړی.
هغۀ زياته كړه: د ځوان نسل لپاره د اسلامی بېدارۍ په باره كښې زياتې پوښتنې رامنځته كیږی او ليكوالان كولې شی د دغو بنيادی پوښتنو ځواب ويوونكی وی او هغوی ته موثرې لارې چارې وښئ.
هغۀ زياته كړه: د نړۍ له مختلفو سيمو څخه د نظر د خاوندانو د بلنې او خبرو اتر او بحث لپاره د چاپېريال رامنځته كول همدارنګ په پوهنتونونو، مدرسو او سكولونو كښې د خبرو اترو د بحث مباحثې د امكان رامنځته كول كولې شی د اسلامی بېدارۍ د بهير په خپرولو او پراخولو كښې موثره وی.
977424