د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم د څانګې د رپوټ له مخې په دغه غونډه كښې د اسلامی تعليماتو د ترجمې او خپرولو او انسانی علومو د مركز مشر بهمن اكبری، د تنظيم څېړنې او زدكړې مرستيال دهشيری، په روم ښار كښې د باروك برخې معمار او معرف آنتينيو برانتينی، د همدان ازاد پوهنتون مدرس او د ګرافېك او فوټو ګرافۍ فارع التحصيل سيد محمد موسوی او د دغه پوهنتون مشرانو او مسئولينو شتون لرۀ.
په دغه غونډه كښې د دين او هنر متقابل خدمات او په دين كښې د معمارۍ او نورو هنرونو مقام په تېره بيا د نوی تمدن د جوړولو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.
دهشيری په دغه غونډه كښې د هركلی او د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم د اهدافو، فعاليت او جوړښت د تشريحولو او د تنظيم د څېړنې او زدكړې د معاونت د وظائفو، اهدافو او كړچار د بيانولو په ترڅ كښې وويل: د دې تنظيم يو تر ټولو مهم كړچار په تېرو دورو كښې او اوسنۍ دوره كښې دنيا ته د اسلامی او ايرانی تمدن معرفی كول دی.
981483