IQNA

د شام په چارو كې د ملګرو ملتونو د استازی او د ايران د خارجه وزير خبری كانفرنس

15:03 - April 11, 2012
د خبر لمبر: 2302832
سياسی ډله: د شام په چارو كښې د ملګرو ملتونو او عربو اتحادیې ځانګړی استازی په غير پوځی ډول د سوریې د مسلې په حل ټينګار سره وويل د شام مسله پوځی حل نلری.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، كوفی عنان نن د ايران له خارجه وزير علی اكبر صالحی سره په ګډ خبر كانفرنس كښې د شام د مسلې د حل لپاره د خپل شپږ ماده ايز پلان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وويل هغه ټول مسايل چې د شام حكومت او مخالفانو د دغه پلان په چوكاټ كښې منلی دی له پوځی ځواك او غوسې كار نه اخيستل دی.
د شام په چارو كښې د ملګرو ملتونو او عربو اتحادیې ځانګړی استازی په دې خبرې سره چې په دغه پلان كښې له پوځی ځواك او غوسې په ناكارولو ټينګار شوی دی وويل د شام مسله بايد غير پوځی وی چې مشكلات حل شی.
د ملګرو ملتونو پخوانی مشر كوفی عنان د هغه ليكلی تضمين په باره كښې چې د شام حكومت له مخالفانو غوښتی دی وويل د شام حكومت خپل دریځ روښانه كړی دی او د نښتو او تاوتريخوالو د ختمولو لپاره د مخالفانو ليكل شوی تضمين غواړی.
كوفی عنان د شام د حكومت مخالفانو ته په وينا كښې ټينګار وكړ د اوربند احترام وكړی او هغه رعايت كړی.
د شام په چارو كښې د عربو اتحادیې او ملګرو ملتونو ځانګړی استازی هيله و كړه چې د سبا سهار له شپږو بجو به په شام كښې ښه حالت ووينو او پوځی شخړې به ژر ترژره ختم شی.
كوفی عنان دغه راز د شام د حكومت له ځينو مخالفو ډلو د سعودی عربستان او قطر د ملاتړ او هغوې ته د وسلو د استولو په باره كښې وويل د شام د مسلې هر ډول پوځی كول به غميزناك وی.
د شام په چارو كښې دملګروملتونو او عربو اتحادیې ځانګړی استازی كوفی عنان ددغه خبری كانفرنس په پيل كښې د شام د مسلې د حل لپاره د خپل شپږ ماده ايز پلان په ملاتړ كښې د ايران داسلامی جمهوريت د دریځونو په قدرونې سره وويل ډيره مهمه خبره دا ده چې د تاوتريخوالو د ختمولو لپاره يوه لاره پيدا كړو او دغه راز يوه لاره ولټوو چې د شام له خلكو سره ژر ترژره بشر دوستانه مرستې وكړو.
983667
captcha