IQNA

سعودی عرب د انسانی حقوقو د تر پښو لاندې كولو هديره ده

14:27 - April 12, 2012
د خبر لمبر: 2303293
نړيواله ډله: د عربستان يوه روحانی روښانه كړه د عربستان په ختیځ كې په الخبر كې په الثقبه سيمې كې د اسماعليانو د جومات شهيدول په هيواد كې د ساډوبۍ د زياتيدا او د يوې ټولنې په خلكو د كركې او نفرت زياتيدا سبب كیږی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه زياته كړه په عربستان كې د شخړې د حل يوازنۍ ټاكنه د ټولو غوښتنو تر پوره كيدا پورې د ولسی پاڅون او خوځښتونو دوام دی چې هماغه د بنديانو خوشی كول، عمومی آزاديو ته د احترام په سترګه كتل او د مظاهره چيانو د وژلو د قاتلانو سزا كول دی.
د عربستان په ختیځی سيمو كې د اسماعليه فرقې يو جومات تيره اونۍ د عربستان فرقه پالو امنيتی مامورانو وران كړی چې اسماعليه فرقه د دغه جومات د شهيدولو عامل د عربستان د كورنيو چارو وزير او ولی عهد شهزاده نايف بن عبدالعزېز ګڼی.
د عربستان زياتره ختیځی سيمې د ۲۰۱۱ كال له اپريل راهسې د آل سعود په ضد دولسی اعتراضونو او مظاهرو ډګرونه دی او حكومتی عسكرو هم زور او تاؤتريخوالی ته په مخه كولو سره يو شميركسان وژلی هم دی.
982726
captcha