IQNA

د مصر په انتخاباتو كښې د مبارك له باقی پاتې نامزدو كسانو سره د الازهر مخالفت

21:04 - April 16, 2012
د خبر لمبر: 2306254
نړيواله ډله: د الازهر د مبلغانو ائتلاف د مصر د ولسمشرۍ په انتخاباتو كښې د مبارك د رژيم له باقی پاتې نامزدو كسانو سره د خپل پرېكنده مخالفت خبر وركړ.
د ahram اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د الازهر د مبلغانو د ائتلاف رسانه ای غږ ملوونكی شېخ خلف مسعود د دې خبر په اعلانولو سره څرګنده كړه:مبلغان په هر نوم سره د اقتدار ډګر ته د پخوانی رژيم د راستنولو لپاره له كوشش سره مخالف دی او دغه اقدام په سختۍ سره غندی.
شېخ خلف مسعود په دوام كښې زياته كړه: مونږ د ملت او ټولنې ترمېنځ مخكښان يو نو په دې بنياد مو د حق د بشپړ پلوی توب لپاره كوشش كړے دے او د ځينو كسانو لخوا چې ځانونه د جومات امامان بولی د مبارك له باقی پاتې كسانو سره د مرستې لپاره كوششونه په سختۍ سره غندو.
هغۀ په اخېر زياته كړه: مبلغان نتيجې ته د انقلاب د رسولو په لاره كښې د خپل ملت د خواهشاتو لپاره له هر څه نه زيات قيمت ادا كوی، په تېره بيا دا چې په داسې حالاتو كښې ځينې پخوانۍ زمانې ته د مصر د بيا ستنولو لپاره چې سراسر ظلم او بې انصافی وه كوشش كوی.
985799
captcha