د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د مركزی ايشيا د سيمې دڅانګې د رپورټ له مخې: د قزاقستان جمهوريت د ولسمشرۍ د دفتر د اطلاع رسونې كمیټې د دغه خبر په اعلانولو سره زياته كړه: د قزاقستان جمهوريت ولسمشر نورسلطان نظربايوف په ملائيشيا كښې د دغه هيواد د وزيراعظم نجيب رزاق سره په خپله وروستۍ كتنه كښې څرګنده كړه: مونږ د قزاقستان د پراختيا په ماډرنو صنعتی برنامو له هغو نه د حلالې غوښې او اوړو د توليد د كارخانو په جوړولو كښې د ملائيشيا د سوداګرۍ د شركتونو د شتون او سرمايه ګذارۍ سره علاقه او مينه لرو.
نجيب رزاق هم له دغه وړانديز څخه د خوښۍ په څرګندولو سره د حلال محصولاتو د ځلا او رونق په لړ كښې د لازمو اقداماتو د ترسره كولو هركلے وكړ.
د وئيلو ده چې د ملائشيا وزيراعظم قزاقستان ته په خپل يوكال مخكښنی سفر كښې هم په دې ټكی باندې ټينګار كړے وو چې آستانه ښار د مركزی ايشيا د سيمې لپاره د حلال محصولاتو د توليد مركز جوړيدې شی او په دې لړ كښې ملائيشيا د دغه هيواد سره همكارۍ ته چمتو ده. 991121