د مډل ايسټ آنلائن له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، د تيونس مركزی بانك اعلان وكړ چې له قطر څخه به څه باندې نيم ميليارډ ډالر پور ترلاسه كړی. د تيونس د مركزی بانك د بيانیې له مخې دغه قرضه به د ٢.٥ فيصده سود په بيه د ٥ كالو په اوږدو كښې بيرته وركړې شی.
د ٢٠١١ كال د اكتوبر د انتخاباتو ځينې كاميابې ډلې د قطر سره ډيرې ښې اړيكې لری، دا په داسې حال كښې دی چې د تيونس خلك د دوحې واكمن د امريكې او اسرائيلو لاس پوڅے ګڼی او د دواړو هيوادونو له نژديو اړيكو څخه اندیښمن دی.
د دواړو هيوادونو د اړيكو په هكله اندیښنې په داسې حال كښې يو نوی پړاؤ ته داخلې شوې چې د قطر پاچا د تيونس د انقلاب د كليزې په مناسبت له تيونس څخه په خپله وروستۍ كتنه كښې د دغه هيواد د خلكو د سوړ هركلی سره مخامخ شو چې د شناندو په وينا، د ليبيا په وړاندې د دوحې اقدامات او په سوريه كښې له فتنه اچونكو څخه ملاتړ د دغه كار دلائل دی.
په حقيقت كښې د تيونس خلك باوری دی چې د قطر امير كوشش كوی د تجاری يا د رغاونې د طرحو په صورت كښې د سترو مالی مرستو په وړاندې كولو سره تيونسی مشران وغولوی چې دغې كار د انقلابيانو قهر راپارولے دے او هغوی په دې باور دی چې دوحې د اسلامی بيدارۍ د بهير د بې لارې كولو لپاره پريمانه هلې ځلې په خپله ايجنډا كښې راوستې دی. 990920