سياسی او اجتماعی ډله: محسن آشوری د اسلامی بېدارۍ په رسانۀ ای انعكاس باندې د تاثير كولو لپاره د فاطمی كلتور او ثقافت د قابليت د امكان په حقله وويل: له دې امله چې حضرت فاطمه زهرا سلام الله عليها هم د ذهنونو په منورولو سره د غصب شويو حقوقو دحاصلولو لپاره كوشش كوۀ دا ځاے لری چې د اسلامی دنيا رسنې (مېډيا) له مظلوم څخه ملاتړ ا له ظلم سره مبارزې ته په بلنه كښې د هغې قدرمنې بی بی له همت او مېړنې څخه درس واخلی.
په اېتوپيا كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز مشر محسن آشوری د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د بی بی زهر (س) سياسی تګ لاره د هغې د عصمت په ستنو باندې ولاړه وګرځوله او زياته یې كړه: په خداے پاك باندې دايمان او اعتقاد ترمېنځ نېغ په نېغ رابطه چې تر ټولو اوچته درجه یې عصمت دے او پكښې د ظلم اوستم په مقابل كښې غاړه نۀ اېښودل شتون لری له دې رويه دی چې ټولو پاكو امامانو عليهم السلام د عصمت او پاكلمنۍ د ملكې د لرلو په دليل چې نتيجه یې د ظلم د ولايت له منلو څخه ډډه كول دی په شهادت ورسېدل.
هغۀ د وړومنۍ معصومې شهيدې په توګه د ام الائمه بی بی زهرا (س) سيرت ته په اشارې سره چې د خلافت له غصب سره د یې ډاګه مخالفت سره له ولايت الله څخه د دفاعی په لاره كښې سر په تلی كښې كېښود وويل: هغې قدرمنې بی بی د خداےد ګران رسول (ص) د پېروكارو لپاره د صراط مستقيم ډيوه بله پرېښوده چې هغوی خپل دنيوی او اخروی ژوند د هغې په رڼا كښې برابر كړی.
993320