IQNA

په دينی چارو كښې د ايران او قزاقستان همكارۍ وجاجولې شوې

11:42 - May 01, 2012
د خبر لمبر: 2315943
سياسی او ټولنيزه ډله: د دينی چارو په اجرا كولو كښې د ايران د اسلامی جمهوريت او قزاقستان همكارۍ د روانې غوئی د مياشتې په ٧ نیټه د قزاقستان په آستانه ښار كښې په يوه غونډه كښې وڅیړلې شوې.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د مركزی ايشيا د سيمې د څانګې رپورټ له مخې: د دينی او معنوی امورو چارو په اجرا كولو كښې د ايران او قزاقستان همكارۍ په قزاقستان جمهوريت كښې د دغه هيواد د دينی چارو د سازمان د رئيس كايرات لاماشريف او د ايران د ځانګړی او د اختيار خاوند سفير قربان صيفی د ليدنې كتنې په دوران كښې د بحث او څیړنې وړ وګرځيدې.
د قزاقستان جمهوريت د دينی چارو د سازمان د اطلاع رسونې كمیټې په دې هكله اعلان وكړ: دواړو خواؤ د (نړيوالو او دوديزو دينونو رهبران) نومې څلورمې كنګرې د ترسره كولو لپاره د متقابلو همكاريو په هكله هم د نظر تبادله وكړه.
د وئيلو ده چې د د غې كتنې په پائې كښې قربان صيفی د قزاقستان د دولت د ښه نيت قدرونه وكړه. 996644

captcha