د «Arab News» ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايشيا جنوب ختیځ ته د اسلام داخليدل د چين له خاورې نه پيل شو او له هغه وروسته اسلام هندوستان او انډونيشيا ته لار پيدا كړه، خو په فلپائن كښې د دغه دين ترويج او خپريدل په پنځلسمه پیړۍ كښې د اسپانيا د استعماری حكومت له خوا بند شو او په دغه وخت كښې د جاپان مذهب بودائی وو.
وړومبۍ مسلمانې ډلې چې جاپان ته ئې سفر وكړ، مالائی وې چې د ١٩ پیړۍ په وروستيو كښې ئې دغه هيواد ته لار بيامونده. د جاپانيانو سره د مسلمانانو يو بل مهم ارتباط په ١٨٩٠ لسيزه كښې دغه هيواد ته د سفارتی اړيكو د جوړولو په هدف سره د تركیې د عثمانی دولت له خوا د دغه هيواد سواحلو ته د سمندری ځواكونو د يو كشتۍ په لیږلو سره رامينځته شو.
كوتارو يامائوكا، اولين ژاپنی بود كه عازم سفر حج شد و پس از ارتباط با عبدالراشد ابراهيم، نويسنده روس در بمبئی، در سال 1909 به دين اسلام مشرف شد و نام خود را به عمر يامائوكا تغيير داد و در سال 1938 مسجدی در شهر توكيو ساخت
ميتا د ريويچی ميتا په نامه په كال ١٨٩٢ كښې د جاپان په ياماګوچی ښار كښې په يوه سمورائی بودائی كورنۍ كښې پيدا شو. دے په كال ١٩١٦ كښې له كالج څخه فارغ التحصيل شو. ميتا چين ته د سفر كولو او د چينی ژبې له زده كولو وروسته د چين د مسلمانانو سره اړيكه ټينګه كړه او د هغوی د ژوند طريقه ئې خوښه شوه. په ١٩٢٠ كال كښې ئې ((اسلام په چين كښې)) په عنوان سره يوه مقاله وليكله چې په يوه جاپانۍ خپرونه كښې چاپ شوه او دا كار د اسلام په زمينه كښې دهغوی وړومبې فعاليت ګڼل كیږی.
ميتا د وړمبی جاپانی مسلمان حاجی عمرياماؤكا سره ملاقات وكړ كوم چې په كال ١٩٠٩ كښې حج كړے وو. له دغه ملاقات نه پس ياماؤكا د اسلام د مبين دين د معرفی كولو لپاره ټول جاپان ته سفر وكړ. په ١٩١٢ ميلادی كال كښې ياماؤكا د اسلام او د حج د معنوی سفر په اړه ګڼ شمير كتابونه وليكل. په كال ١٩٢١ ميلادی كښې ميتا يوځل بيا د ياماؤكا سره ملاقات وكړ چې د اسلام په هكله له هغه څخه لازيات مطالب زده كړی او بلآخره په كال ١٩٤١ كښې چې عمر ئې ٤٩ كاله وو د اسلام په دين مشرف شو.
ميتا په ٦٠ كلنۍ كښې فيصله وكړه چې ځان په كامله توګه اسلام ته وقف كړی او په دغه وخت كښې ئې عربی ژبه زده كړه. دے په كال ١٩٥٨ كښې حج ته لاړ او په ١٩٦٠ كال كښې د جاپان د مسلمانانو د اتحادئې د رئيس د مرګ نه پس د دغه سازمان مشر شو. د دغه سازمان د مشرۍ په وختو كښې ميتا د ((اسلام پيژندنه)) او ((د اسلام سره آشنائی)) په شان يو شمير كتابونه وليكل او يو شمير نور كتابونه ئې په جاپانۍ ژبه ترجمه كړل.
په ١٩٢٠، ١٩٣٧ او ١٩٥٠ ميلادی كلونو كښې د په جاپانۍ ژبه د قرآن كريم درې ترجمې چاپ شوې او په كال ١٩٥٧ ميلادی كښې هم يوه ترجمه خپره شوه چې له عربۍ ژبې نه نيغ په نيغه جاپانۍ ژبې ته اړول شوې وه، خو دغه ټولې ترجمې د غيرمسلمانو جاپانی پوهانو له خوا ترسره شوې وې او ښاغلے عمر ميتا په جاپانۍ ژبه د قرآن وړومبې مسلمان مترجم ګڼل كیږی.
په ١٩٦٨ كال كښې د ميتا له خوا د قرآن كريم ترجمه پوره شوه. او بلآخره له ١٢ كاله كوششونو نه پس د هغه وړومبۍ نسخه چاپ شوه.
ميتا په ١٩٧٦ كال كښې په ٨٢ كلنۍ كښې وفات شو.
995859