IQNA

د مراكش علماؤ په امريكا كښې د قرآن سوزول كيدل وغندل

23:40 - May 05, 2012
د خبر لمبر: 2318925
بين المللی ډله: د مراكش مسلمانو عالمانو د يوې بيانیې په صادرولو سره په فلوریډا ولايت كښې د امريكائی پادری له خوا د قرآن كريم د نسخې سوزول په كلكه وغندل.
د islamtoday خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د مراكش مسلمانو علماؤ په دغه بيانيه كښې د امريكائی كشيش ټيری جونز له خوا د قرآن سوزول يوه ستره ګناه او د ټولې نړۍ د مسلمانانو د احساساتو د راپارولو په معنی وبلل.
په دغه بيانيه كښې چې د مراكش د علمی عالی شوری له خوا صادره شوه، راغلی دی: د ټيری جونز دغه اقدام راپارونكے دے او يوه ستره ګناه او او د ټولو په ټولو دينونو كښې د فساد د رامينځته كولو لامل دے.
د مراكش مسلمانو علماؤ همداراز اعلان وكړ: دغه جنايت د يو داسې كتاب پرخلاف ترسره شوے دے چې خير او سولې ته بلنه وركوی او په هیڅ وجه د توجيه كيدو وړ نه دے.
د وئيلو ده چې د مراكش علمی عالی شوری د دغه هيواد ترټولو لوړ دينی هيئت دے چې د دغه هيواد پاچا محمدالسادس ئې مشری په غاړی لری. 999989

captcha