بين المللی ډله: په ٢٠٠٦ ميلادی كال كښې ٣٣ ورځنې جنګ ګڼ شمير مهم ابعاد او اړخونه لری چې د هغو يو مهم اړخ په مختلفو سطحو كښې د صهيونيسټی رژيم سره په معادله كښې بنيادی تحول او بدلون دی چې دغه اړخ د يوشمير نويو ښكارندو د رامينځته كيدو سبب شوی دی چې يوه ښكارنده ئې په نړۍ كښې اسلامی بيداری ده كومې چې د سيمې څېره او حالات ترزياتې اندازې پورې بدل كړی دی
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د سياسی مسائلو كارپوه او د نظرخاوند او د فلسطين د ولس د دفاع د جميعت سياسی او بين المللی مرستيال د (( ٣٣ ورځنې جنګ او د ستر مينځنی ختیځ د طرحې په ماتې كښې د هغه اغيزه)) په عنوان سره د يوې مقالې په وړاندې كولو سره چې په ځانګړې توګه ئې د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) ته وركړه، د دې ټكی په بيانولو سره وليكل: په دې كښې هیڅ شك نشته چې د سيدحسن نصرالله په شان ستر او څواړخيز شخصيت كڼ شمير څيرې او شخصيتونه لری او په يوه مقاله كښې د هغوی د ټولو ابعادو څیړل نا شونی دی. په همدې وجه ليكوال د دغه كم مثاله شخصيت د يو ترټولو غوره اړخ او خصوصيت په لټه كښې وو چې په خپله مقاله كښې ئې وڅیړی او له ٣٣ ورځنی جنګ او د امريكې د سترمينځنی ختیځ د طرحې په ماتې كښې د هغه له اغيزې نه زيات مهم څيز نه ترسترګو كیږی. په يقين سره وئيلې شو چې په دغه جنګ كښې د اسلامی مقاومت برياليتوب د سيدحسن نصرالله د هوښيارانه قومندانۍ نتيجه ده او د دوی له قوماندې پرته د مقاومت په كاميابيدو كښې شك كيدې شی.
په دغه مقاله كښې راغلی دی: د ستر مينځنی ختیځ طرحه او پلان په ټول مينځنی ختیځ باندې د بشپړې سلطې لپاره د امريكې يوه ډيره مهمه سياسی طرحه ده. دغه سيمه له ډير وخت نه د انګلستان، فرانسې، ایټاليا، روسیې او د امريكې په شان د زياتو استعماری قدرتونو ترولكې لاندې پاتې شوې ده خو هیڅكله يوواحد ستر قدرت په هغې باندې بشپړه سلطه نه ده لرلې. د ستر مينځنی ختيخ طرحه په دغې سيمې باندې د كامل تسلط لپاره د امريكې له خوا يو مهم ګام وو. د ختیځ بلاك د سره پاشل كيدو او د سرمايه دارۍ د نظام په كاميابيدو سره د دوه قطبی نظام او د سړې جګړې د ختميدو او د بين المللی نظام په سر كښې د امريكې د راتللو نه پس دغه هيواد له بل هروخت نه زيات هيله من شو چې داسې يو ګام پورته كړی او د نړۍ هارډلينډ يعنې مينځنې ختیځ ترخپلې سلطې لاندې راولی.
حسين رويوران د (٣٣ ورځنې جنګ او د ستر مينځنی ختیځ د پلان په ناكامۍ كښې د هغۀ اغيزه) په عنوان سره د خپلې مقالې په پائې كښې ليكی: په دې كښې شك نشته چې سيدحسن نصرالله د دغې سترې حماسې اتل او ګټونكی وو چې دغه ټول بدلولونه ئې مديريت كړل او د لبنان د جنوب په بنت جبيل نومی ښار كښې ئې د برياليتوب په جشن كښې دغه حماسه د لبنان خلكو، عربی نړۍ او ټول اسلامی امت ته وړاندې كړه او اعلان ئې وكړ چې كه چيرې د ايران او سورئې ملاتړ او د لبنان د خلكو سرښيندنه او دريدنه نه وې نو د داسې سترې حماسې رامينځته كيدل ممكن نه وو. د خدائې تعالی (ج) درود دې وی په هغه اتل باندې چې خپلې ټولې سرشيندنې او جهادونه نا څه شميری او دغه ستره حماسه د حضرت امام خمينی (رح) له بركته بولی او دغه كار د هغوی د تدبير نتيجه ګڼی. 998685