د ايران د قران خبرې اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې د مصر د فارسۍ ژبې او ادبياتو د استاذ ((عبدالوهاب عزام)) د نمانځنې مراسم د غوئی د مياشتې په اولسمه نېټه د د فارسی ژبې او ادبياتو خارجی په تېره بيا عرب ژبی استاذانو په شتون سره د قلم د خاوندانو په سراې كښې وشول.
محمد رضا دربندی د مصر د فارسۍ ژبې او ادبياتو د استاذ عبدالوهاب عزام د ياد د نمانځنې په مراسمو كښې ګډ الفبا، ګډې اصطلاح ګانې، د فارسۍ ژبې او كلتور لرغونتوب او غنيتوب او د ايرانی ، اسلامی كلتور ګډوالے په مصر كښې فارسۍ ژبې ته د فارسۍ ژبې او ادبياتو د دغه بنسټ اېښودونكی او مصری استاذ د توجه له دلائلو څخه وګڼل.
په دغو مراسمو كښې چې مجری یې عباسی علی وفا ؤ د فارسۍ ژبې او ادبياتو د پراختيا د مركز مشر محمد رضا دربندی وويل: د هر هېواد په تاريخ كښې داسې موقعيتونه وجود لری چې د خاصو افرادو لخوا هدايتیږی. دغو موقعيتونو په زياترو وختونو كښې د دغه هېواد كلتور ته له نابودۍ څخه نجات وركړے دے. البته په لويدیځو هېوادونو كښې د فرانس له انقلاب نه وروسته كله چې نويو كلتوری او اجتماعی بدلونونو له دننه څخه او يرغل له بهر نه بڼه ونيوه ورو ورو دودونه له منځه لاړل. په همدې دليل په هند او مصر او ځينو نورو هېوادونو كښې پوهان كوشش وكړ چې خپل هېواد په هغه خطرناك موړ كښې له كړكېچ څخه وژغوری او ارواښاد عزام له داسې كسانو څخه و. هغۀ فېصله وكړه چې د عربۍ ژبې په احيا سره دغه ژبه د نابودۍ له خطر څخه وژغوری.
هغۀ زياته كړه چې ارواښاد عزام دې ته متوجه شو چې له عربۍ ژبې نه علاوه ختیځی ژبې هم كولې شی د عربۍ ژبې له بنيادونو سره مرسته وكړی. او د عربی ژبې د بنيادونو د لا زيات مضبوطولو لپاره د هغۀ كوشش د څلورو خصوصيتونو په بنياد وګرځېد چې ګډ الفبا، ګډې اصطلاح ګانې، د فارسۍ ژبې او كلتور لرغونتوب او غنيتوب او د ايرانی ، اسلامی كلتور ګډوالے له هغو څخه دی. هغه همدارنګ د ايران اوۀ زره كلن كلتور او تمدن سره هم خاصه علاقه لرله.
1002752