ایکنا - د فلسطینيو کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د مرستې او کارموندنې ادارې (آنروا)پخپل یوه وروستي راپور کې ویلي، د غزې خلک، چې د اسرائیلوله بې آمانه بریدونو سره لاس او ګریوان دي،له لومړنیو اړتیاوو بېبرخې دي او د سرپناه، تخت، کمبلو او خیمو سمدستي اړتیا ته ضرورت لري.

ایکنانیوز د آناتولي له قوله راپور راکړ، د فلسطین د کډوالو په چارو کې دملګروملتو ادارې آنرواپخپل یوه وروستي راپور کې وئيلي دي، د غزې خلک د اسرائیلو د بې آمانه بریدونو له امله له لومړنیو اړتیاوو محروم شوي او د اسرائیلو له خوا د بشري مرستو د مخنیوي کلابندئ د ختمولوغوښتنه ئې تکرار کړې ده .
د آنروا په اعلامیې کې، چې د ایکس په ټولنیزې رسنۍ کې خپره شوې، راغلي: کورنۍ په غزې کې له حیاتي اړتیاوو بېبرخې شوې او مونږ ته په تېرو شپږو میاشتو کې د هیڅ ډول مرستو د رسولو اجازت نه دی راکړل شوی .
په دغې اعلامیې کې د سرپناه، تخت، کمپلو او خېمو پر سمدستي اړتیا ټینګار شوی او ویل شوي، چې دا اداره چمتو ده،څو دا مرستې چمتو کړي.
آنروا د غزې تړانګې د کلابندۍ، چې د اسرائیلو له خوا د بشري مرستو د واریدیدا مخه نیسي، د ختمولو غوښتنه تکرار کړې ده .
https://iqna.ir/fa/news/4303412