د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د پاكستان د اديبانو او خبريالانو د كميشن مشر احسن محمود او د پاكستان او سری لنكا د تجارت كونسل مشر عظمت جاويد وړمه ورځ د مئی په نهمه نیټی د ايران په كلتوری مركز كې ښاغلی عباس فاموری سره وكتل.
په دې كتنې كې احسن محمود وويل چې د پاكستان ځوانانو اكثريت د اسلامی كلتور غوښتونكی دی ځكه د ايران او پاكستان د روابطو پراختيا ډيره ضروری چاره ده او زمونږ ايسوسی ايشن په لاهور كې د ايران او پاكستان د كلتوری ملګرتيا كونسل جوړول غواړی په دې اړه دې د ايران كلتوری سنټر زمونږ مرسته وكړی.
د ايران كلتوری مركز مشر فاموری هم د هغو شكريه ادا كړه او ورته یې د وس په مطابق د همكاری كولو وعده وركړه.
1003933