IQNA

ولايت فقيه د ايران په ملت كښې د ځان باورۍ روح وپوكۀ

21:58 - May 13, 2012
د خبر لمبر: 2324969
د كلتور او هنر ډله: حجت الاسلام رئيس زاده وويل: د ايران د ملت لپاره يوه مهمه لاسته راوړنه د ځان باورۍ د روح پوكل وو او د هغې په سيوری كښې ايرانيانو وكړې شول په مختلفو اړخونو كښې د سائېنس او ټېكنالوجۍ مهم پرمختګونه وكړی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د رپوټ له مخې د حضرت بی بی فاطمې سلام الله عليهما د ولادت او د معلم د هفتې په مناسبت د لبنان د آفاق مدرسو د برترو زده كوونكواو معملمانو د قدرونې مراسم د جمعې په ورځ د غوئی دمياشتې په ٢٢ نېټه د ايران د كلتوری مركز د مشر په شتون او وېنا سره وشول.
د دغو مراسمو په شروع كښې د آفاق مدرسو مدير فادی ناصر د بی بی فاطمې (س) د ولادت د مباركۍ د ويلو او د د شهداؤ د مقام د قدرونې په ترڅ كښې د نوموړو مدرسو د كاركردګۍ رپوټ وړاندې كړ او وې ويل مونږ د آفاق مدرسو په درسی او تربيتی پروګرامونو كښې د امام خمينی (رح) او د اسلامی انقلاب د معظم رهبر له افكارو او نظرياتو څخه استفاده كوو او د ايران اسلامی جمهوريت د نړۍ د مستضعفانو او مظلومانو او په سيمه كښې د اسلامی مقاومت يو قوی ائیډيالوجېك ملاتړے ګڼو.
د ايران د كلتور مركز مشر سيد محمد حسېن رئيس زاده په خپله وېنا كښې د خداے د ګران رسول (ص) د قدرمنې لور حضرت فاطمه زهرا (س) د مقام او مرتبې د بيانولو په ترڅ كښې له اسلامی انقلاب نه پس د ايران د سائېنس او ټېكنالوجۍ پرمختګونه بيان كړل.
د مراسمو په دوام كښې برترو زده كوونكو او معلمانو ته د ايران اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز د مشر او د افاق مدرسو د مدير لخوا انعامونه او ډالۍ وركړې شوې.
1006403
captcha